اګست 05, 2020

افغانستان هیڅ چا ته خطر نه دی…!!

افغانستان هیڅ چا ته خطر نه دی…!!

 د ورځي خبره:

رسنیو، په منځني ختیځ کې د امریکايي قواوو د عمومي قومندان جنرال پرانک مکینزي په حواله ویلي: چې لا هم د بهرنیو ځواکونو د مکمل وتلو شرایط پوره نه بریښي.

د نوموړي په وینا: د بهرنیو ځواکونو مکمل وتل له دې سره تړاو لري چې له افغانستانه د امریکا د تهدید ویره له منځه ولاړه شي.

د دغه امریکایی جنرال خبري په داسي حال کې رسنیزي کیږي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو یې په ځلونو ویلي چې نور له افغانستانه د دوی د وتلو وخت را رسیدلی، حتی ټرمپ خو د تړون له مخي د ټاکلي مودې وړاندي د وتلو احتمال هم رد کړی نه دی.

دا چې امریکایی پوځي او سیاسي چارواکي پخپلو کې سره یوه خوله دي او کنه؟ دا د هغوی کار دی، اما د افغانستان د اشغال د خاتمې په اړه د افغان ولس حوصله نوره ختمه ده، ګاونډي او سیمه ایز هیوادونه او نړیواله ټولنه ټول په دې کې د افغان مظلوم ولس همنظره دي. چې باید د افغانستان اشغال ژر تر ژره پای ته ورسیږي، همدا اشغال دی چې افغانستان یې له تباهي سره مخ کړی، د جنګ جګړو او هر ډول ناخوالو سبب ګرځیدلی، هم یې د سیمي امنیت ته ګواښ پیښ کړی.

افغان ولس نور هیڅ دې ته تیار نه دی چې بهرنیان دې د ناچله بهانو په لټولو سره د خپل اشغال د دوام په لټه کې واوسي. د دوحې تاریخي تړون ترټولو ښه فرصت دی چې باید دواړه اړخونه ورته ژمن واوسي. او د افغانستان شل کلن بلکي څلویښت کلن، کړکیچ د اشغال په خاتمې سره پای ته ورسول شي.

د امریکایی جنرال دا ادعا چې لا هم د اشغالګرو قواوو د وتلو لپاره شرایط پوره نه دي؛ بیځایه ده. اسلامي امارت چې د دوحې په توافقنامه کې پرکوم شي لاسلیک کړی؛ همغه عهد ته په هر صورت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به هیڅکله چا ته اجازه ورنکړي چې د امریکا په شمول د هیڅ بهرني هیواد په خلاف یې څوک وکاروي. خو په مقابل کې به یې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي، زموږ هیواد به موږ افغانانو ته سپاري، چې دا زموږ بشري نړیوال حق دی.

دا چې تراوسه امریکایی ځواکونه وتلي نه دي، حتی د پروسې د تعمیل لومړي مراحل یې چې دوی او د دوی داخلي همکارانو ته راجع دي؛ پوره کړي نه دي؛ بیا څنګه ځان ته حق ورکوي چې د شرایطو نه پوره کولو پړه پر امارت واچوي؟!.

که څه هم امریکايي جنرال پخپله هم اعتراف کوي چې اسلامي امارت هیڅکله نه امریکا ته خطر دی او نه ورته خطر اوسیدلی، خو بیا هم د اسلامي امارت پر موقف باندي شک کول؛ د پلمې او بهاني لټولو په مانا دی.

د داعش په نوم فتنه، چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال په دوران کې، راپیدا او بیا د کابل ادارې لخوا وپالل شوه، چې تراوسه پوري یې په کابل کې په سیستماتیک ډول پالنه کیږي؛

دا امارت دی چې په ټول هیواد کې یې جرړې ور وایستلي، آینده به هم هیڅکله ونه توانیږي چې زموږ په هیواد کې خپل مخریب شتون ته ځای پيدا کړي.

د القاعده په نوم کوم عرب او یا نور مبارزین چې د اسلامي امارت د حاکمیت پرمهال په افغانستان کې وو؛ اوس یو هم هیڅ شتون نلري. اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ چا لخوا، د هیڅ چا پرضد ونه کاروله شي. او نه به چا ته له افغانستانه کوم تهدید متوجه کړای شي.

له امریکایي چارواکو نه هم غوښته لرو چې نور باید د افغانستان د اشغال د دوام لپاره پلمې او بهاني ونه لټولي شي، دا د دواړو هیوادونو په ګټه ده چې په افغانستان کې دا روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوله شي. او ځای یې تلپاتي صلح ونیسي.

پای ………….!
د ورځي خبره

Related posts