اګست 09, 2020

د بلخ په چاهي ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د بلخ په چاهي ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

له بلخ ولایت څخه د پوهنې مسئولینو په راستول شوي راپور کې ویلي دي چې دوی د دغه ولایت د چاهي ولسوالۍ د تعلیمي بهیر د پرمختګ او چټکتیا په هدف غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو ته د پوهنې مسئولینو هر اړخیزې ویناوې وکړې او د ښوونيزو ادارو پر مسوولینو يې غږ وکړ چې دوی دي په هر وخت کې خپلو تعلیمي ادارو ته متوجه واوسي، د تعلیمي بهیر د پرمختګ  د ولس د بچیانو د سالمې دیني او عصري روزنې لپاره دي له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي او خپله دیني وجیبه دي په ښه توګه اداء کړي.

دغه راز د غونډې ځینو برخه والو هم په خپل وار سره د دیني او عصري ادارو په نماینده ګۍ ویناوې وکړې او د ډاډ تر څنک يې زیاته کړه چې دوی په دغه برخه کې تر دې وړاندې هم خپل رسالت او مسئوليت اداء کړی او تر دې وروسته به یې هم په ښه توګه اداء کوي.

د غونډې ګډونوالو د دیني او عصري تعلیمي ادارو پر مسئولینو د تعلیم او تربیې د کمیسیون له لوري اداري فورمې، نصابونه د ښوونځيو تعلیمي پروګرام له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې چې په پښتو او دري ژبو ترتیب شوي وو -ووېشل او د تطبیق په اړه یې په تاکید سره سپارښتنه وشوه.

۶-۱۲-۲۰۲۰

Related posts