اګست 09, 2020

په بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ کې دوه دیني مدرسې پرانېستل شوې

په بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ کې دوه دیني مدرسې پرانېستل شوې

د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د همدې ولایت لپاره د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د مسؤولینو په زیار او هڅو د ولسي خلکو په مرسته د دې ولسوالۍ د سالارزو او ارغنداب په سیمه کې د دوو دیني مدرسو افتتاح وشوه.

یادې مدرسې چې یوه يې د ذکورو د فیض القران او دویمه یې د اناثو د حضرت عائشې رضی الله عنها په نوم دي چې اوس مهال په سلګونه زده کونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

د دغو مدرسو د افتتاح په مراسمو کې د یادې ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئولینو او د سیمې علماءکرامو او د سیمې مخورو مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو، د علماء کرامو له لوري د تعلیم د ارزښت او د مدارسو د اهمیت په اړه ګټورې ویناوې وشوې، چې خلک یې نور هم د ښووني او روزني بهیر ته تشویق کړل چې هغوی هم په دې برخه کې د مرستې وعده وکړه.

یادو مدرسو ته د تعلیم او تربیې ریاست له لوري یو شمير قرانکریمونه هم ووېشل شول.
۲۰۲۰/۶/۱۲

Related posts