اګست 05, 2020

امريکایان باید له نور ځاني او مالي زيان څخه ځانونه وژغوري !

امريکایان باید له نور ځاني او مالي زيان څخه ځانونه وژغوري !

د ورځي خبره:

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د امريکا له نظامي اکادمي څخه د فارغو شويو عسکرو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل:« نور به تاسې ابدي جنګونو ته وا نه ستول شئ. نور به تاسې په داسې ملکونوکې و نه جنګېږئ چي نومونه یې د ډېرو امريکايانو زده نه دي. نور به تاسې د لرغونو هيوادونو په جنګونو کې برخه و انه خلئ».
ښکاره خبره ده، چې له دغو جګړو څخه د ټرمپ مقصد د افغانستان اوږده جګړه ده، چې امريکا په کې له تېرو دوو لسيزو راهيسې نښتې ده او د زياتو ځاني تلفاتو سره سره يې په پراخه کچه مالي زيانونه هم ګاللي دي او څو ځله لوړپوړو امريکايي چارواکو اعتراف کړی دی، چې دوی د افغانستان جګړه نشي ګټلی.
ټرمپ رښتيا ويلي دي، چې نور به يې ځواکونه د لرغونو هيوادونو په جګړو کې برخه وانه خلي، ځکه د افغانستان نه ختمېدونکې جګړې په نړيواله کچه د امريکا حيثيت ته د سخت زيان تر څنګ دغه هيواد له اقتصادي ستونزو سره هم مخ کړی دی او وروستۍنظرپوښتنې څرګندوي چې په امريکا کې ددغې بايللې جګړې ملاتړ په بې سارې توګه کم شوی دی او خلک پوهېدلي دي، چې ددې جګړې په اړه ورته امريکايي مشرانو درواغجنې وعدې ورکړې وې.
له نن څخه نږدې شل کاله وړاندې، د اسلامي امارت مؤسس مرحوم اميرالمؤمنين ملامحمد عمرمجاهد رحمه الله، امريکايانو ته خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان د اشغال له ارادې تيرشي، ځکه د افغانستان خاوره هيڅ يرغلګر نه ده هضم کړې؛ امريکايان دې هم د افغانستان د اشغال لپاره بډې نه بډ وهي، کنه په داسې جګړه کې به ښکيل شي، چې بيا به يې د وتلو لاره نه ورمعلوميږي.
د مرحوم ملاصاحب وړاندوينه رښتيا شوه او امريکا په يوه نه ختمېدونکې جګړه کې ښکېل شوه، ټرمپ ته پکار دي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي او پريږدي چې افغانان د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي.
د افغانستان د روان پېچلي وضعيت څخه د وتلو لپاره د روان ۲۰۲۰م کال د فبروري مياشت کې داسلامي امارت او امريکا ترمنځ په دوحه کې شوی تړون تر ټولو غوره او لنډه لاره ده، ددغه تړون بشپړ عملي کېدل د افغان او امريکايي ملت دواړو لپاره ګټور دی، افغان ملت به بېرته ازادي او استقلال واخلي او په خپله به يو ځواکمن اسلامي نظام جوړ کړي او امريکايي ملت به له نور ځاني او مالي زيان او په نړيواله کچه د خپل بايللي حيثيت له لا ډېر خرابېدو څخه وژغورل شي.

Related posts