اګست 04, 2020

په هیواد کې دتعلیمي ادارو دپیل په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

په هیواد کې دتعلیمي ادارو دپیل په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اعلامیه

څرنګه چې ددیني مدارسو تعلیمي کال دمعمول سره سم دشوال المکرم په میاشت کې پیل کیږي او دعصري تعلیمي ادارو خو له مخکې پیل شوی دی مګر موجوده حالاتو چې دکرونا په نامه نړیوالې وبا له امله رامینځ ته شوي، دتعلیمي ادارو وضعیت هم د یو ناڅرګندحالت سره مخامخ کړی دی، چې دتعلیم اوتربیې اوعالي تحصیلاتو دکمېسیون  لخواڅوورځې مخکې دتعلیمي کال دپیل په اړه دصحت دکمېسیون سره په تفاهم کې یوه اعلامیه خپره شوه ترڅو زده کونکي خپلي داخلي وکړي، استاذان له ځان سره وساتي خو د درسونو دشروع  په اړه به شرائطو اوعمومي وضعیت ته په کتلو سره وروسته ورته هدایت کیږي.

دتعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون موجوده حالاتو، ضرورتونو اودتعلیمي ادارو د مسئولینو غوښتنو ته په پام سره د۱۸/شوال/۱۴۴۱هـ ق مجلس دپرېکړې او داسلامي امارت دمشرتابه له هدایت سره سم ددیني مدارسو دپیل په اړه لاندې سپارښتنې اعلانوي:

داچې له یوې خوا له تعلیمی اداروپرته په نورو اجتماعاتو لکه:  په بازارونو، ترانسپورټ اوګنه ګوڼې  باندې بندیزونه او قیودات له مینځه تللي  یوازې په تعلیمي ادارو بندیز پاته دی او له بلې خوا د تعلیمی ادارو زده کوونکي او طالبان له زده کړې او تعلیم څخه محروم ګرځي چې له یوې خوايې وخت ضائع کیږي اوله بلې خوايې تعلیمي سطحه کمزورې کیږي اواخلاق یي هم ورسره خرابیږي.

نو دتعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون  ددې ادارو دپیل ترڅنګ لاندې سپارښتنې اعلانوي:

۱ – تعلیمي ادارې دې خپل تعلیمي کال دمعمول سره سم دشوال المکرم دمیاشتې ترپایه پورې پیل کړي.

۲ – په تعلیمي ادارو کې دې  زده کوونکي او طالبان دورځني پروګرام له مخې دقرآنکریم تلاوت، مسنونه اذکار او دعاګاني معمول وګرځوي او الله ج ته عذر او زارۍ وکړي ترڅو دغه عمومي آفت او مرض له ټولو مسلمانانو څخه پورته شي.

۳ – دادارې ماحول، داطاقونو اوهم دزده کوونکو او طالبانو دځان اوجامې مکمل نظافت باید وساتل شي.

۴ – دمسواک وهلو داهتمام په اړه زده کوونکي او طالبان متوجه کړي.

۵ – زده کوونکو ته همېشه په صابون سره دلاسونودمینځلو توصیه وشي.

۶ – دزده کوونکو او طالبانو په ډیرتګ اوراتګ، بازارونو اوګنې ګوڼې ته بندیز اومحدودیت رعایت شي.

۷ – که ممکنه وه په اطاقونو کې دزده کوونکو او طالبانو په شمیر څه محدودیت رعایت شي.

۸ – په درسګاه کې ددرس په جریان کې مناسبه فاصله رعایت شي.

 ۷ – که خدای مکړه په کوم زده کوونکي او طالب  دمرض اثار ښکاره شي هغه فوراً نیژدې صحي مرکز ته ورسول شي ترڅو یې چې دصحت څخه اطمنان نه وي حاصل شوی باید دقرنطین په حالت کې وساتل شي.

او داسې نورلکه: په اطاقونوکې  سپرې پاشل، دویروس ضد مائعات دادارې په عمومي دروازه کې استعمالول، دماسکونو استعمالول، د یخومشروباتوله څښلوڅخه ډډه کول، دیواوبل سامان نه استعمالول دامکان ترحدودو رعایت شي.

دپورته تدبیرونوپه رعایت سره دخپلو تعلیمي پروګرامونو په اړه دخپلو امکاناتو په تناسب تصمیم ونیسئ. والسلام

دتعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون

۲۳/۱۰/۱۴۴۱هـ ق
۲۵/۳/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/14م

Related posts