اګست 05, 2020

جوزجان: اقچه کې د دښمن عملیاتي پلان خنثي، ۲ مرکزونه فتحه، ۴۹ ګوډاګیان مړه، ژوبل او ژوندي ونیول شول

جوزجان: اقچه کې د دښمن عملیاتي پلان خنثي، ۲ مرکزونه فتحه، ۴۹ ګوډاګیان مړه، ژوبل او ژوندي ونیول شول

وروسته له هغه چې  کشفي ارګان د دښمن په مرکزونو کې د مجاهدینو په ضد د عملیاتي پلان د جوړېدو خبر ورکړ تېره شپه زړورو مجاهدینو د مزدور دښمن په دغو لویو شرځالو ځپونکي بریدونه ترسره او د دښمن شومه اراده خنثي کړه.

د راپور له مخې دغو بریدونو کې مجاهدینو د دښمن کلک مرکز ( بالاحصار) په مکمل ډول فتحه کړی، ۱۲ مزدور عسکر، پولیس او اربکیان یې وژلي، ۱۲ نور یې ژوبل کړي او ۶ تنه یې ژوندي نیولي دي.

همداراز د جبار په نوم د دښمن یو ستر نظامي مرکز ( بېس ) هم په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلی، ۶ مزدور پولیس او اربکیان پکې وژل شوي، ۸ نور ژوبل شوي او ۵ تنه یې نادرکه دي.

په دې برسېره د دښمن ۲ ټانکونه تخریب شوي، ۱ ټانک، یو ۸۲ م.م توپ، ۱ راکټ، ۳ میله پیکا، ۹ میله ایم ۱۶ ټوپک، ګڼ مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

2020/6/17

Related posts