اګست 09, 2020

پکتیا: احمدخیلو کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

د پکتیا ولایت، احمد خیلو ولسوالۍ کې د نعمت الله په نوم د شیخو کلي یو تن اوسیدونکی اربکی د حقیقتونو د درک په نتيجه کې او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو.

دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدور رژیم لپاره هيڅ ډول فعالیت نه کوي.

2020/6/17

Related posts