اګست 05, 2020

د پکتیا په څمکنیو او ډنډپټان ولسوالیو کې تعلیمي غونډې ترسره شوې

د پکتیا په څمکنیو او ډنډپټان ولسوالیو کې تعلیمي غونډې ترسره شوې

تېره اونۍ د پکتیا ولایت څمکنیو او ډنډپټان ولسواليو کې د دیني مدارسو له مهتممانو سره د تعلیمي نصاب د تعميل او يو لړ نورو موضوعاتو په هکله مهمې غونډې ترسره شوې
په ياده غونډو کې د تعلیم او تربيې د مسئولینو لخوا د زده کړو په ارزښت او اړتیا تفصيلي خبرې وشوې.
د راپور په استناد یادو غونډو ته د رياست له لوري ورغلی هيئت او د همدې ولسوالیو مديرانو د تعليم او تربيې د کميسيون لائحه او کړنلاره ورته تشريح کړه او له حاضرينو څخه وغوښتل شول ترڅو په تعليمي ادارو کې هر څومره چې توان او وس مو وي هغه نظم دې په کې مراعات کړي او نصاب دې نور هم عملي شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د تعلیمي ادارو ټولو مسئوولینو په اتفاق سره دا ژمنه وکړه چې د مدارس به د نصاب مطابق په درجو سره سم پیل کوي او هر طرزالعمل او مقررې چې د اړوند کمېسیون له لوري ورکول کیږي هغه به عملي کوي.
۱۷/۶/۲۰۲۰

 

Related posts