اګست 05, 2020

د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د تعلیمي مراکزو له مسئولینو سره ناسته شوه

د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د تعلیمي مراکزو له مسئولینو سره ناسته شوه

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قزل قلعه په جامع مسجدکې د تعلیم او تربیې مسئوولینو د همدې  ولسوالۍ د ټولو دیني مدارسو، دارالحفاظونو او مکاتبو مسئوولینو سره مهمه ناسته وکړه.
دغه ناسته د شوال د میاشتې په (۲۳) نېټه چې د جوزا د میاشتې له (۲۶) مې نېټې سره سمون خوري ترسره شوه چې د ټولو مدارسو، دارالحفاظونو او مکاتبو مسئولینو او علماء کرامو پکې برخه اخستی وه.
په غونډه کې د تعلیمي کال د درسونو د پیل کیدو لپاره د لا ښه نظم او مدیریت په موخه سلا مشورې وشوې او ګډونوالو خپلې تجربې سره شریکې کړې؛ همدا راز غونډه کې د تیرکال دنیمګړتیاو لاملونو د حل لارې چارې يې ولټول شوې.
همدارنګه مهتممینو ته د تعلیم او تربیه او عالي تحصیلاتو کمېسيون مربوط هدایات په مفصله توګه تشریح شول.
۲۰۲۰/۶/۱۷

 

Related posts