اګست 05, 2020

د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ له دیني مدارسو سره د کتابونو مرسته وشوه

د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ له دیني مدارسو سره د کتابونو مرسته وشوه

د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون له خوا د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې پر دیني مدارسو کتابونه ووېشل شول.
د توزیع لړۍ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه چې پکې د دې ولایت سیمه ييزو مسئولینو او علماء کرامو د دیني زده کړو په اړوند خپلې ویناوې وکړې او په دې يې ټينګار وکړ چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او وګړي يې مسلمانان دي، دیني زده کړې، مدرسې او اسلامي نظام يې ښکاره حق دی.
د دیني مدرسو مهتممینو په خپلو ویناوو کې د تعلیم او تربیې له کمېسیون څخه د مننې تر څنګ د یاد کمېسيون د مسئولینو احساس او عاطفه د زياتې ستاينې او د قدردانۍ وړ وبلله او په ولسونو یې هم غږ وکړ چې تر څو دوی د خپلو مدرسو سره مرستې وکړي.
۲۱-۶-۲۰۲۰

 

Related posts