اګست 09, 2020

کندز، چهاردرې ولسوالۍ فاروقيه مدرسه کې د حافظانو او حافظاتو د فراغت په وياړ لويه غونډه تر سره شوه

کندز، چهاردرې ولسوالۍ فاروقيه مدرسه کې د حافظانو او حافظاتو د فراغت په وياړ لويه غونډه تر سره شوه

غونډې ته ديني علماءو، شيوخو د کندز ولايت لپاره د معارف مسئوولينو هر اړخيزې ويناوې وکړې، د الهي کلام د زده کړې پر اهميت، اسلامي ورورولۍ، ټولنيز آداب او عدالت باندې يې تاکيد وکړ، د تعليم او تربيې کمېسیون ولايتي مسؤل په خپلو خبرو کې د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسيون د اعلاميو مطابق هېوادوال د وروستۍ وبا په اړه الهي دربار ته د ياد ویروس څخه د خلاصون لپاره لاسونه لپه کړل، او ټول اسلامي امت او په ځانګړي توګه افغانانو ته يې دعاوې وکړې.
هغوی د ګډونوالو څخه و غوښتل چې د خپلو اولادونو تعليم ته جدي توجه وکړي، او خپل بچيان په اسلامي روحيه و روزي، تر څو د دنيا او آخرت د خوشالۍ او نېکمرغۍ سبب و ګرځي.
غونډه کې د يادې ولسوالۍ د شاوخوا کليو مشرانو، ځوانانو، پوهانو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پای کې ۱۹تنو حافظانو ته د وقار او عزت پګړی او همدارنګه ۷ تنو نجنو ته د قران کريم د حفظ په مناسبت د حيا او عفت پوړیني پر سر واچول شول.
د يادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د روغتيايي (صحي) کمېسيون د سپارښتنو په نظر کې نيولو سره ياده غونډه په ټاکلي تاريخ تر سره نه شوه، البته دا په کندز ولايت کې د مدرسې د فارغينو وروستی غونډه وه چې تر سره شوه، په دې ورځو کې به د زده کړو مرکزونه د صحي تدابيرو په پام کې نيولو سره ژر تر ژره پیل شي.
۲۰۲۰/۶/۲۰

Related posts