اګست 09, 2020

کندهار : میوند کې د پوهنې مسئولینو د دیني مدارسو له مهتممينو سره وکتل.

کندهار : میوند  کې د پوهنې مسئولینو د دیني مدارسو له مهتممينو سره وکتل.

د اسلامي امارت د پوهنې سیمه ييزو مسئولینو د کندهارولایت دمیوند ولسوالۍ اړوند د بندیتیمورپه سیمه کې د دینې مدارسو له مهتممینو سره د مدارسو اړوند موضوعاتو په اړه غونډه وکړه.
غونډې ته د ویناوو پر مهال د پوهنې مسئولینو او علماء کرامو هر اړخیزي ویناوې وکړې، د اسلامي امار ت د تعلیم او تربیې اصول او لوائح یې پرې ووېشل، مهتممین او منتظمین یې وهڅول تر څو نوی نسل په تعلیمي او تربیوي دواړو برخو کې په ښه ډول وروزي.
دغه راز د پوهنې مسئولینو د مهمتممینو له خدمتونو او هڅو څخه ستاینه وکړه او د نورې هڅونې تر څنګ يې علماء کرام دې ته وهڅول چې په سیمه کې د دیني مدارسو تأسیس عام کړي تر څو افغان ولس خپل نوی نسل په دیني علم سنبال کړي.
دغه راز د غونډې په پای کې د مدارسو تعلیمي نصاب او نور اداري توکي پر مهتممینو توزیع کړل شول.
د یادونې وړده چي په یاده سیمه کې دپوهنې دولایتي او سيمه يیزومسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار د یوې دیني کلیوالي نهاریه مدرسې افتتاح هم و شوه.
دغه مدرسه د(دارالعلوم شرعیه حنفیه) په نوم ونومول شوه.
ددري کلن نصاب دماشومانولپاره داول ټولګۍ، دوهم ټولګۍ اودریم ټولګۍ تعلیمي موادوشاګردانوته توزیع شول.
دافتتاح مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
دوشنبه: ۱۴۴۱/۱۱/۱ ه ق 22/6/2020م

Related posts