اګست 05, 2020

هلمند:د پوهنې مسئولینو د ۸ ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره دنوي تعلیمي کال دپیل په اړه غونډه وکړه .

هلمند:د پوهنې مسئولینو د ۸ ولسوالیو د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره دنوي تعلیمي کال دپیل په اړه غونډه وکړه .

د هلمندولایت د پوهنې سیمه ييزو مسئولینو د شمالي ولسوالیو اړوند د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره لويه غونډ ترسره کړه.
یاده غونډه  چې د تعلیم او تربیې د ولايتي او ځایي مسئولینو له لوري رابلل شوې وه، د سیمې د دیني مدارسو مهتممین، د ښوونځیو مديران او یو شمېر نور علمي څېرې ورته راغوښتل شوې وې، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته افتتاح لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ورسره خبرې او مشورې وشوې.
ګډونوالو ته د دیني مدارسو نصاب، د مدارسو ۲۰ ماده يیزه کړنلاره، د مدارسو د طالب العلمانو د داخلې فارم، د ښوونځيو لپاره ۵۱ ماده يیز طرز العمل او له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې تقسیم الاوقات (درسي پروګرام) ورکړل شو او د تعمیل په اړوند یې ورته سپارښتنې وشوې، د لایحې ځيني مهمې مادې چې تر دوی پوري یې تړاو درلود، هم ورته بیان شولې.
همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي چې د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه سمبال کړي او په خپلو رسمي ورځو کې حاضري ورکړي.
دغونډې ګډونوالودتعلیمي اصولودپوره عملي کولوژمنه وکړه اولازمي پریکړي و شوې .
دغه علمي ناسته سهارپر۸ بجودقرآن مجیدپه مبارکوآیتونوپیل مازدیګر۶ بجوددعاپه غوښتلوسره پای ته ورسیدل.
چهارشنبه: ۱۴۴۱/۱۰/۲۵ ه ق 17/6/2020 م

Related posts