اګست 05, 2020

بلخ ولسوالۍ کې د دښمن بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ اولسي وګړي شهیدان او ژوبل کړل

بلخ ولسوالۍ کې د دښمن بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ اولسي وګړي شهیدان او ژوبل کړل

تېره شپه د غرب ګوډاګیانو یو ځل بیا د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند وزیر اباد سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو بمبار کړی دی، دغه جنایت پر مهال د شاه محمد په نوم یو عام کلیوال کور په مکمل ډول ویجاړ شوی، شاه محمد، میرمن یې، د فردوس په نوم زوی او یوه لور یې په شهادت رسیدلي او ۴ نور اولسي وګړي یې ژوبل کړي دي.

د سیمې خلکو د شهیدانو جسدونه د قول اردو مخ ته راوړي او هڅه کوي ولایت مخې ته لاړ شي خو عسکر یې اواز پورته کولو ته نه پرېږدي. دوی ګواښ کړی چې د عاملینو تر نیولو به شهیدان خاوروته نه سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې نن دښمن په کاپیسا کې یو ژوبل اسیر تر سختو شکنجو وروسته راځړولی او په شهادت رسولی او پرون یې د غزني په قرباغ کې دوه کلیوال له کورو را ایستلي، په موټرو پسې تړلي او په کشولو کشولو په شهادت رسولي دي.

2020/6/25

Related posts