اګست 09, 2020

غزني: دواغظ اوزنخان ولسوالیو دتعلیمي ادارو له مسئولینو سره دنوي تعلیمي کال دپیل په اړه غونډې وشوې .

غزني: دواغظ اوزنخان ولسوالیو دتعلیمي ادارو له مسئولینو سره دنوي تعلیمي کال دپیل په اړه غونډې وشوې .

د غزني ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسئولینو دواغظ اوزنخان ولسوالیو اړوند د ښوونيزو ادارو له مسئولینو سره غونډې ترسره کړې.
یادې غونډې  چې د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو له لوري رابلل شوې وې، د سیمې د دیني مدارسو مهتممین او یو شمېر نور علمي څېرې ورته راغوښتل شوې وې، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته افتتاح لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ورسره خبرې او مشورې وشوې.
همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې،
دغونډو ګډونوالودتعلیمي اصولودپوره عملي کولووعده وکړه اولازمي پریکړي وشوې یادې غونډې دقرآن مجیدپه مبارکوآیتونو پیل او د دعاووپه غوښتلوسره پای ته ورسیدې.
چهارشنبه: ۱۴۴۱/۱۱/۳ هق 24/6/2020 م

Related posts