اګست 03, 2020

دشهید عبدالواحد “عکرمه ” تقبله الله ژوند او کارنامو ته کتنه

دشهید  عبدالواحد “عکرمه ” تقبله الله ژوند او کارنامو ته کتنه

نذیر هلال

له کله نه چې زمونږ دې جهاد پالې، اسلام پالې خاورې او د امپراطوریو هدیرې ته د اسلام مبارک دين راغلی او د دین روښانه شمعه بله شوې ؛ نو زمونږ مسلمان ولس او بیا ځوانو طالبانو، د دې شمعې بلې ساتلو ته زیاتې قربانۍ ورکړي، د ژوند له ټولو خوښیو سره یې مخه ښه کړې او هر قسم مشکلاتو ته یې غیږه خلاصه کړې او په خندا ورسره غاړه غړۍ شوي. د دغو سپینو ستورو اتلانو له رنګین کتاره، یو هم د نبوي صفې او سنګر مسافر طالب، شهید عکرمه تقبله الله و.

 شهید طالب العلم عبدالواحد، چې په مجاهدینو ملګرو کې یې په عکرمه شهرت درلود، د عبدالمالک اکا زوی، د کاپیسا ولایت، د نجراب ولسوالۍ د افغانیې د سیمې اوسېدونکی وو.

شهید عکرمه تقبله الله د طالبانو د اسلامي تحریک په اخیرنیو کلونو کې د عبدالمالک اکا په اسلام پالې او جهاد پالې کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې غړولې وې.

شهید عکرمه تقبله الله په کوچنیوالي کې دمور او پلار په خدمت او د کښت او مالدارۍ په چارو کې له خپل والد صیب سره مصروف و، چې یو څه سترشو ؛ نو د کلي له ملا امام او یوې سیمیزې مدرسې نه یې دیني زده کړې پیل کړې. او ورسره یې د کلي په مکتب کې څو ابتدایي صنفونه وویل.

علمي  یون یې:

   د شهید عکرمه تقبله الله له ماشومتوبه یې خدای په زړه کې د خپل دین د زده کړې او ساتنې مینه راټوکولې وه، د همدې مینې لپاره یې عصري زده کړې ترک کړې او مدرسې ته یې مخه کړه.

د جلال اباد په مختلفو مدرسو کې یې زده کړې وکړې، درې کاله د کوزې پښتونخوا مدرسو ته ولاړ او هلته یې په جامعه روضة الاسلام او دارالعلوم محمدیه ماشوخیل کې تر دریمې درجې درسونه وویل.

روحاني رابطه یې:

   که څه هم د شهید عکرمه تقبله الله یوه ځانګړنه داوه، چې تل به یې ژبه د الله تعالی په یاد لمده وه ؛ خو د باطني او معنوي تربیې لپاره یو مرشد او لارښود ضرور وي، له استخارې کولو وروسته یې، په زده کړو کې د درېیمي درجې په کال یې له شیخ القران والحدیث عبدالرشید شنواري حفظه الله سره بیعت وکړ.

دجهادي مبارزې پیل:

   شهید عکرمه تقبله الله له کوچنیوالي له جهاد او وسلوالې مبارزې سره نه ماتېدونکې تنده درلوده، یواځې دېته انتظار و، چې د عمر له لحاظه د جهاد وړ شي ؛ خو نوموړی لاپوره د ځوانۍ مرحلې ته نه و رسېدلی ، چې جهادي جذبه او د سنګر مینه ورباندې غالبه شوه. او د اولې درجې په کال د درسونه له منځه د جهاد سنګرونو ته ولاړه، او مسلسل یو کال یې په خط کې تېر کړ.

چې بیا له هغې راوروسته هرکال د شهادت تر ورځې، ده په دې پاکه مقدسه فریضه کې سستي ونکړه، او د درسونو اختتام سره به، په ډېره تلوسه جهادي سنګرونو ته تلو.

ځانګړتیاوې:

   په شهید عکرمه تقبله الله کې په تنها ځان داسې صفات راټول ول، چې په ډېرو کسانو کې یې په يوځای موندل ګران دي، په مجلس کې یې هيڅ کله هم دچا غیبت نه کاوه، او که بل چا به شروع هم که، ورته ویل به یې:څې کوې غیبت يې مه کوه!

له ملګرو سره ډېره صمیمانه زندګي کوله، بې ځایه مجلسونه او جنجالونه یې نه خوښول، که دوه ملګري به سره خوا بدي شول، ده به ډېر اخلاص سره د هغوی جوړه کوله، په مرکز او مدرسه کې د اطاق  د ملګرو اکثریت خدمت یې ښه په ورین تندي کاوه او له عام ولس سره یې ګوزاره ډېره صمیمانه او له اخلاقو ډک وه، او د هغوی د سوکالتیا او ارامتیا لپاره یې زیات کوښښ کاوه.

ارمــان یې:

   د انسان ژوند ټول ارمان ارمان وي، د دنیا نور خلک د ښې زندګۍ، مرفه ژوندون، د دنیا دقسماقسم مزو چړچو وغیره نورو لهویاتو ارمان لري ؛ خو زمونږ د ځوانانو ارمانونه د نورو خلکو له ارمانونو څه بېل شانته دي. شپه او ورځ د جهاد، غزا او سنګر، شهادت او استشهاد ارمانونه په زړونو او فکرونو کې ګرزوي.

د شهید عکرمه تقبله الله هم یـو ستـر ارمان دا وو، چې څنګه وکولای شي د استشهاد او فدایانو په سپېڅلو لیکو کې ځان شامل کړي، او له کافرانو، د اسلام او مسلمانانو انتقام په استشهادي عملیاتو سره واخلي، چې تقریبا دې سپېڅلي هدف ته درسیدو لپاره یې یو نیم کال ډېر په زغم او صبر انتظار وکړ ؛ خو د تقدیر فیصلې او د حالاتو نه برابرښت وي ونه توانیده چې دا لوړ او مقدس ارمان یې پوره شي.

او کله به یې د ښه وعظ او تقریر کولو هم ارمان کاوه، د استاد یاسر  فک الله اسره د تقریرونو انداز به یې زیات خواښاو، له همدې امله یې له سِري ( ښاري ) مجاهدینو سره خـپـل نوم یـاسـر کېښود.

خاطرې:

   د شهیدانو بیا خاصکر د مدرسې د طالبانو د ایثار، فداکارۍ او شهامت کیسې هم ډېرې وي ؛ خو دلته د شهید عکرمه تقبله الله يو دوه لنډې خاطرې لیکو:

د شهید عکرمه تقبله الله له شهادت سره زیاته مینه وه، او د روژې په هره شپه کې به یې ویل : دا اختر حورو سره تیر کړم ډیر خوند به وکړي.

   یو ملګري یې وایي : په همدغې شپه یې ځانته د خاورو نه بالښت جوړ کړ او سر یې ورباندې کېښوده او پرېواته.

په دې کې یوه ملګري ورباندې غږ کړل : یـاسره! شهید نشې تا خو سر له اوسه ځانته د لحد بالښت جوړ کړ؟

ده په داسې انداز ورته وویل لکه له خپل شهادته چې خبر وي ” وی سبا شهید کیږم کنه “

او له عملیاتو نه، تقریبا شپږ ساعته وړاندې د ماسپښین له لمانځه وروسته نږدې یو ساعت یې، په دعا کې په چيغو چیغو ژړل، او الله تعالی نه یې د شهادت او قبولیت غوښتنه کوله.

   د مدرسې یو استاد یې کیسه کوي، چې شهید عکرمه تقبله الله به هيڅ کله د تهجد لمونځ نه قضا کاوه، د تقوا اثار ورکې له ورایه ښکارېدل او مابه له خپلو درسونو سره سره ده ته لږ خارجي فکري تربیوي او … درسونه هم ویلې ؛ یوه ورځ یې راته ویل: مولوي صیب! دا درسونه خو مې سم نه زده کیږي او تـه دومره راسره تکلیف یې دابه څنګه شي؟!

ما ورته کړل: بس خپل کوښښ کوه زه په خدای ډېر امید درته لرم، د دواړو سترګې سره له اوښکو راډکې شوې…

شهادت یې

 شهید عکرمه تقبله الله د خپلې زړورتیا، بیداري، اخلاص، د مشرانو اعتماد او د خپل زیات اصرار له امله، د کابل ښار د چریکي مجاهدینو په سرِي ګروپ کې شامل شو.

له شهادة نه تقریبا درې اونۍ وړاندې یې یو خوب لیدلی و، او ما ( لیکوال ) ته یې په ډېره خوشالۍ سره وویلې ، وی زه یم او زمونږ یو بل ملګری هلال وي، هغه راته مخکې وي او زه ورپسې، یوې ډېرې ښایسته ماڼۍ او قصر ته ورسیږو، چې ګورو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له دې بنګلې راووځي.

له دواړو سره له ستړي مشي وروسته ماته ووایي :

ته عکرمه یې؟

زه ورته ووایم : هـو! نو بـیـا راته ووایي : راځئ دنـنـه! ….

نـو ما ورته کړل: یاسرجانه! راته شهید نشي؟

ده پخپل خاص عاجزانه انداز راته وویل:

نا مولوي صیب! دومره به کله بختور یم!

زمـا هلته له ځان سره دایقین شو چې شهید کیږي ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښتی ؛ خو د دومره ژر شهادت  یې ما فـکر نه کاوه.

   خو د څښتن تعالی خوښه وه دغه نازولی، د اخلاقو، تقوا او ایثار دنګ منار په کال ۱۴۴۱ هـق کال د رمضان المبارک د میاشتې ۲۴ نېټه، د یکشنبې په ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته، د هېواد د پلازمېنې کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې په یوه مخامخ چریکي جنګ کې په داسې حال کې، چې ټوله ورځ یې د الله تعالی لپاره وچې شونډې او روژه په خوله وه شهید شو. نحسبه کذالک والله حسیبه

   د شهید عکرمه تقبله الله د ایثار او دښې قربانۍ له امله په همدې غزا کې، الله تعالی د دښمن په زړه کې درې نـور ملګري، د دښمن له منګولو او کلکې محاصرې وژغورل او شهید عکره تقبله الله د خپل ځان په نذاره کولو سره، خپلو ملګرو ته ژوند ور ورکړ.

روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله ژوندی وي

Related posts