اګست 09, 2020

پکتیا: ځاځي اریوب کې ۳ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

نن د پکتیا ولایت، ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د غنچه ګل ولد کمين د مريخيلو کلي اوسيدونکي، بلال ولدصادق خان د ستيا کلي اوسيدونکي، او فقيرخان ولدصفت خان د مريخيلوکلي اوسيدونکي چې په کابل اداره کې یې د عسکرو په حیث دنده ترسره کوله د حقائقو په درک کولو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا یې دروند هرکلی وشو.

دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به بیا کله هم د مزدوري ادارې لپاره فعالیت نه کوي.

2020/6/27

Related posts