اګست 04, 2020

د شهيد مولوي محمدمعصوم قريشي تقبله الله ژوند ليك

د شهيد مولوي محمدمعصوم قريشي تقبله الله ژوند ليك

سعد كټوازی:

اسلام كه څه هم د دعوت پر مټ خپور شوی او پيل كې له همدې لاري ورته كار شوی، خو لكه څرنگه چې هغه له گڼو مكلفيتونو عبارت او په ځان كې د الله تعالی گڼ امرونه او نواهي را ټولوي، جهاد هم د هغه له أمرونو او پرېښودل يې له نواهيوو څخه دی، دغه أمر د رسول الله صل الله عليه وسلم له څوكاله پرلپسې دعوت وروسته د هغه د دعوت لړۍ د چټكتيا، له اسلام،  مسلمانانو او اسلامي خاوري او ارزښتونو څخه د دفاع، د هغوی د پايښت او په ټوله كې د بشريت د ښېرازۍ د غوره ضمانت په توگه وشو، د نن ورځي عربي او مسلمانه نړۍ له همدې ضمانته د وتلو له أمله له خورا زياتو او پېچلو ننگونو سره مخ ده.

د جهاد أمر ته تعهد او ژمنتيا او پكې د مجاهد له خپلو ملگرو، مشرانو، افرادو، مقابل لوري، مړو، اسيرانو، ځخميانو، ولس، بې طرفه جهتونو، ملتونو او…سره د هغه په غوښتنه برابر تعامل يو تر ټولو غوره او اغېزمن دعوت ثابتېدای شي او د عزت او برم ترڅنگ الله تعالی دغه خاصيت هم په جهاد كې اېښی دی، له همدې أمله د اسلام په تاريخ كې ټول مجاهد واكمنان، رهبران او جهادي لېډران ستايل شوي، موږ افغانانو دغه حقيقت اوس ښه درك كړی هم دی او د اسلامي امارت د دريو زعامتونو په شمول مخكښ اشخاص او جهادي قوماندانان هم له همدې جملې څخه دي چې تاريخ به يې د وخت د وتلو څېرو په صفت ثبتوي، له دوی څخه يو د تاندي ځوانۍ شهكار مجاهد مولوي محمدمعصوم قريشي پر ژوند لنډ غږېږو، هو! لنډ چې پېيلې او ناپېيلې كيسې يې پرېږدو او پر ليږ څه بسنه وكړو.

زوكړه او زدكړې: شهيد مولوي محمد معصوم قريشي تقبله الله د لوگر محمدآغې ولسوالۍ مولوي عبدالشكور صاحب زوی او د مولوي عبدالمنان مرحوم لمسی په قوم عبدلخېل-حسين خېل پر۱۳۵۹لمريز كال د كابل چهار آسياب ولسوالۍ په خير اباد كلي كې دې فاني او توپاني نړۍ ته سترگي پرانيستې.

په ماشومتوب يې كورنۍ له شوروي يرغل څخه د هجرتونو په لړ كې پر۱۳۶۳لمريز كال د ترې منگل له لاري گاونډي هېواد سره په گډه پوله پرتې د صدې سيمي ته واوښتل، څو ورځي وروسته د هنگو خيسارې سيمي د ملنگيانو په نوم د كډوالو پنډغالي ته لاړل، درې كاله وروسته له هغه ځايه د هنگو قاضي پمپ سيمي او بيا ورڅېرمه د منگلو په نوم د كډوالو پنډغالي ته نقل شول.

پر نږدې۷كلنۍ د لومړنيو عصري زدكړو لپاره په قاضي پمپ كې د امام محمد بن الحسن شيباني ښوونځي ته داخل شو، تر متوسطې يې عصري زدكړي پر مخ يووړې، لومړنۍ دېني زدكړې له خپل والد صاحب څخه پيل كړې، وروسته د نېكه مرحوم مولوي عبدالمنان صاحب په مشوره يې والد صاحب له دوو نورو وروڼو سره د هنگو مفتاح العلوم مدرسې ته داخل كړ، د صرفو او نحوې لومړني كتابونه يې همدلته ولوستل، وروسته د هنگو كوټكي پايان په جامعه فاروقيه كې له محترم مولوي سلطان محمد صاحب څخه څو كتابونه وويل.

پر۲۰۰۱زېږديز كال چې له۱۳۸۰لمريز سره په سمون كې وه د هنگو كاهۍ سيمي دارالعلوم سراج الاسلام ته د پېنځمې درجې لپاره داخل شو، ورپسې يوځل بيا مفتاح العلوم مدرسې ته لاړ، د هغې ترڅنگ په گڼو نورو مدرسو كې يې فنون سرته ورسول او پر۱۳۸۲زېږديز كال دوهم ځل سراج الاسلام كاهۍ كې د وړې دورې لپاره داخل شو، ورپسې يې لويه دوره هم همدلته له مرحوم شيخ صاحب عبدالرحيم مرحوم شيخ الحديث عين الدين صاحب، شيخ تاج محمد صاحب او شيخ الحديث سميع الله راشد صاحب څخه وكړه او په۲۰۰۴زېوديز كال چې له۱۳۸۴لمريز سره برابر وه د عالميت پكړۍ وتړله.

دا چې نوموړی له وړوكتوبه د ښه ذهن او استعداد څښتن وه، له فراغت سره سم يې همدلته تدريس پيل او تر څلورو كالو يې دوام وركړ، د درس ترڅنگ يې د مؤذن دنده او د مدرسې د نظم ځيني چاري لكه د برق او اوبو چاري هم پر مخ وړلې، خو بيا ترې د جهادي بوختياوو له أمله درس او دا هرڅه پاتې شول.

د جهاد پيل يې: شهيد مولوي محمد معصوم قريشي تقبله الله لكه چې ومو ويل د وړوكتوب له خاپوړو څخه يې د هجرت لاره نېولې وه او د جهاد شتون او مفهوم پوهېدلی وه چې له تنكي ځلمېتوب سره يې عملاًا جهاد ته مخه كړه، په لومړي ځل يې پر۱۳۷۸زېږديز كال د مولوي محمد خان په مشرۍ او مولوي جهادالله، مولوي حبيب الرحمن او… په ملتيا لومړی جهادي سفر د پروان ولايت بگرام ولسوالۍ ته وكړ، له هغه وروسته يې د هېواد گڼو مركزي او شمالي ولايتونو لكه ميدان ښار، لوگر، كابل، پروان، تخار، مزار شريف، كندز او… ته جهادي سفرونه درلودلي چې د اسلامي امارت د سقوط پر مهال د خپل ماما له زوی شهيد مولوي گل وزير تقبله الله سره د اشغال چوپړيانو پر لاس د كندز ولايت كې معاصره شول، خو له دري ژبي څخه په استفادې يې ځان راخلاص كړ، زياته لاره يې پياده ووهله او له ډېري ستړيا وروسته نږدې۱۷مه ورځ كابل كې خپلوانو كره لوڅې پښې او لوڅ سرونه را ورسېدل.

د اشغال پر وړاندې جهاد يې له هماغو درسي كلنيو او ځيني نورو رخصتيو څخه راپيل كړی وه چې خال خال يې دوام درلود او مخ پر پراخېدو و، له۴كاله تدريس وروسته يې علمي بوختيا ته شا كړه او د پكتيا په غرنۍ سيمه څمكنو كې يې امامت ونېوه تر څو له نږدې خپلي جهادي چاري پر مخ يوسي، دا مهال چې په ياده سيمه كې مجاهدېنو پر دښمن كم كم بريدونه كول، زياتر چا د عملياتو د پراخولو زړه نشو كولای، شهيد معصوم به پر يو او بل نوم د فعاليت زمينه سازي كوله، عمليات به يې ترسره كول.

شهيد مولوي صاحب ډېري كارنامې درلودې چې دلته د ټولو راوړل ستونزمن دي، د بېلگې په ډول يې د څلورو يادونه كوو، د ۲۰۱۱زېږديز كال۱۰مې/پر۱۱د پنجشنبې په ورځ د مازدېگر پر۴بجو يې د شهرنو پر كمپاين د هاوان پر مټ په يو بريد كې يې ۷ تنه أمريكايان ووژل او گڼ يې ژوبل كړل، پر۲۰۱۲كال يې د ماسپښين۳بجې پر شهرنو ولسوالۍ د هاوان بريد وكړ چې له أمله يې د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس د۱۶امريكايي اشغالگرو او۱۱گوډاگيو پوليسو وژل كېدو سربېره څو نور ژوبل شول، د۱۴۳۱سپوږميز كال دجمادی الثاني پر۵مه يې د باگرام په هوايي ډگر۵تنه استشهاديان دننه كړل چې خورا بريالي عمليات يې ترسره او دښمن ته يې درنه مرگژوبله واړوله او د۲۰۱۳زېږديز كال۶مې پر۳مه يې د يو موترسائكل په واسطه په داسي مهال پر امريكايانو فدايي بريد ترسره كړ چې له ولسوالۍ څخه د كمپاين لور ته د وتلو په حالت كې و، په ترڅ كې يې۱۱تنه اشغالگر له منځه لاړل او گڼ نور ژوبل شول.

شهيد مولوي صاحب تقبله الله څو كاله پرلپسې په څمكنيو ولسوالۍ كې عملياتونه ترسره كړل او همدلته يې يوه ډلگۍ وه، خو بيايې ښې وړتيا ته پر كتو د مشرانو له لوري پر۲۰۱۴زېږديز كال د خوست ولايت باك ولسوالۍ لپاره جهادي مسئول تعيين شو، د ډلگۍ چاري يې خپل يو ملگري ته پرېښودې او په بشپړ متانت سره يې ياد مسئوليت پر مخ يووړ، وروسته يې اړوند مسئولينو ته استعفاء وړاندي او د ژوند تر پايه يې همغه ډلگۍ وه.

شهيد قريشي تقبله الله د خدای ج د لاري جهاد كې سړې تودې هم گاللې وې چې يوځل له څمكنيو څخه كور ته د تللو پر مهال د پټان ولسوالۍ پر پوله سرحدي پوليسو لخوا ونېول شو او بيا د پيسو په بدل كې د سيد اغا په نوم د لوگر يو قوماندان په سپارښتنه له څو ورځي زندان وروسته اشغالگرو خلاص كړ، همدا راز پر۲۰۱۶كال پسرلنيو عملياتو په موخه د تللو پر مهال د پاكستان أمنيتي ځواكونو له لوري ونېول شو چې له دوه ورځي ځنډ وروسته د سنگر تر مجاهدېنو ورسيد، له دې پرته يې د جهاد په سپېڅلې لاره كې ډېر زحمتونه او خوارۍ كښلې الله تعالی دې ورته قبول كړي.

شخصيت يې: د شهيد مولوي معصوم قريشي تقبله الله د شخصيت په اړه كه لنډ ووايو هغه يو پاك رزی، سپين زړی او خواخوږی شخص او د ښي وړتيا، ستري حوصلي، اوسپنيز هوډ، مخلص، متشرع، متواضع او د لوړو اخلاقو څښتن مجاهد و، نوموړی د غوره علمي سويې، په نظامي تخنیك كې د تجربې او جهادي سابقې ترڅنگ غوره داعي او بريالی قوماندان و، د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته متعهد، وفادار او ژمن مشر و، نه يواځي د خپلو ملگرو تر منځ بلكي په خپلو او پردو ټولو كي يې محبوبيت درلود، د خپلو ښو ځانگړنو پر مټ يې مجاهدين او ولسونه پر ځان را ټول كړي و، هغه يو خوش تبه او مزاحي، ځیرك او هوښیار ځوان و، نوموړی له مېړانې، جرأت، ثبات، حوصلې او ايثار څخه سرشاره مشر و، تدبر، اخلاص، تقوا، متانت او غوره  وړتيا او زړورتيا يې نور مواصفات و چې ډېري كيسې او خوږې خاطرې يې شته، خو دلته يې راوړل ستونزمن دي.

شهادت يې: بالآخر د جهاد د سپېڅلې لاري ستړی لاروي شهيد مولوي محمد معصوم قريشي تقبله الله په وروستي وار څمكنو ته لاړ، له ولس سره يې مخه ښه وكړل او د جانخېلو په لور د يو ستر بريد په تكل وخوځېد، له پلان سره سم بريد ته را ټول شوي ملگري پر دوو برخو ووېشل شول چې د يوې برخې مشري يې د شهيد مولوي معصوم تقبله الله پر غاړه وه، بريد پيل او پر مختگ هم وشو، مزدور دښمن ته درنه مرگژوبله واوښته، پر همدې مهال له دښمن سره په مخامخ جگړه كې د يوه هوايي بريد له أمله د تقريباً۳۷كلونو په عمر د۱۳۹۶لمريز كال۵/۷چې د۲۰۱۷زېږديز كال۹/ له۲۷سره برابره وه د چهارشنبې په ورځ د شهادت لوړ مقام ته ورسېد انا لله و انا اليه راجعون.

جنازه يې د جمې په ورځ د شيخ الحديث مولوي فيض الله موسوي (امام) صاحب په امامت ادا او په پلرني ټاټوبي د لوگر محمد آغې ولسوالۍ كې خاورو ته وسپارل شو، نوموړي شاته والدين، تورسرې او د غښتلو او سر سپارلو مجاهدېنو يوه ډلگۍ پرېښوده، اروا يې ښاده او ياد يې تل ژوندی اوسه.

له خپلوانو او ملگرو يې په مننې

Related posts