اګست 09, 2020

جوزجان: خم اب کې ۲ پوستې فتحه، ۱۱ ټانکونه تخریب، ۴۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

جوزجان: خم اب کې ۲ پوستې فتحه، ۱۱ ټانکونه تخریب، ۴۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په دوام د جوزجان ولایت، خم اب ولسوالۍ کې د  مزدور رژیم له عملیاتي قوې سره د مجاهدینو ۴ ورځنۍ نښته نن د دښمن په ځپونکي شکست سره پای ته ورسېده. د سپکو، درنو او لیزري وسلو په مټ ترسره شوو دغو بریدونو کې د دښمن ۲ پوستې فتحه، ۱۱ ټانکونه تخریب، ۳۳ مزدور پولیس او اربکیان قتل، د قومندان عباد په ګډون ۱۰ نور ژوبل او ۶ تنه ژوندي و نیول شول.

همداراز ۱ چریکي هاوان، ۲ میله پیکا، ۱ راکټ، ۴ میله ایم ۱۶ ټوپک، ۶ کلاشنکوفونه، ۶۰ د راکټ مرمۍ، ۱۱ زره د ایم ۱۶ مرمۍ او یو شمېر جنګي توکې هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

دغه جګړه کې ۲ مجاهدین په شهادت رسیدلي او ۳ نور ژوبل شوي دي. تر دې زیات لله الحمد چاته زیان نه دی اوښتی، او په اړه یې د دښمن ادعا حقیقت نه لري.

2020/6/30

Related posts