اګست 15, 2020

سنګین، د فاجعې ورځنی انځور

سنګین، د فاجعې ورځنی انځور

میوند سادات

د جون پر ۲۹مه هلمند د نولس کلنې فاجعې د یوې بلې غمیزې شاهد و.  هره خوا د ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو اندامونه او د غوښو ټوټې پرتې وې. د یو پنځه کلن کوچني ښایسته مخ په خپلو وینو سور و.  یو تنکی ځوان په وینو کې لژند پروت و او ساه یې لنډه لنډه کیده.  د پاخه عمر څو مټور ځوانان  پر مځکه پراته وو، کالي یې په وینو لړلي وو،پر لاسونو، پښو او نس یې سپینې ټوټې تاو شوې وې، بدن کې یې د پورته کیدو توان نه و، دسر په خوځولو یې پوښتنې ځوابولې او  یو سپین ږیری چې خپلې ماتې څنګلې ته یې کتل، په چورتونو کې ډوب و او ډیموکراسۍ د عسکرو بشردوستۍ ته ګوته په غاښ و!!

د تېرې دوشنبې په ورځ د هلمند دسنګین دزاړه بازار دحیواناتو په ګنج باندې د ډي سي توپ څو مرمۍ ولګیدلې، دهمدې برید له امله ۲۳ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې سپین ږیري او ماشومان وو،  شهیدان او ۴۰ تنه نور ټپیان شول او دخلکو ډير مالونه او مواشي هم له منځه ولاړل.

د عیني شاهدانو په وینا همدا توغندي په سیمه کې دمیوند قول اردو ددوهمې لېوا څخه توغول شوي او پراخه ملکي مرګ ژوبله یې اړولې ده،یو عیني شاهد وویل چې: یوه مرمۍ پر هاغه پله ولګېده او بله دلته( ګنج) کې دخلکو منځ کې ولګیده،ډیر خلک یې شهیدان او ټپیان کړل، د انسانانو او حیوانانو غوښې سره ګډې شوې، کوچنیان، سپین ږیري او ځوانان په وینو کې پراته وو او یو ډير بد حالت و.

یو بل عیني شاهد وویل:  دلته طالبان نه وو، ټول ولسي خلک وو، دې ګنج کې رایو ځای شوي وو، مالونه یې رانیول او خرڅول او همدغه یې کاروبار و، دا د کافرانو او د کافرانو دسپیانو کار دی، له اشرف غني تر چپړاسي رادې شي، ودې ګوري!،دا ګرده ملکي خلک وو،که یې یو طالب پکې پیدا کړ، ما دې ضربه کړي او…..

په همدې ورځ  د سنګین پر غمیزې سربیره  د واشنګټن د ساتونکي (مفکر) په قومانده دهیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کې هم ډير ولسي وګړي شهیدان او ژوبل شول،د بېلګې په توګه په لوګر، میدان وردګ، بلخ، بادغیس، ارزګان،کندز، بدخشان او پکتیا کې هم د ډیموکراسي ټوپکمارود میرمنو او ماشومان په ګډون ګڼ هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل، کورونه او کارځایونه یې ویجاړ کړل او د غریب ولس شتمنۍ یې لوټ کړې!!

له کومې ورځې راهیسې چې داسلامي امارت او امریکا ترمنځ داشغال دخاتمې تړون لاسلیک شوی، د سولې پر دښمنانو اور بل شوی،د همدې کسانو سرلاری ارګمشر غني دی، اشرف غني له بیلابیلو لارو  د سولې د سبوتاژ هڅې وکړې،د طالبانو پر ضد یې تهاجمې عملیات اعلان او پیل کړل، د سولې ملاتړي او فعالان یې ترور کړل، په بازارونو او مسجدونو کې یې چاودنې وکړې، داسلامي امارت د مشرتابه د شخصیت وژنې ناکامې غورځې پرځې یې تکرار کړې، په ګران هیواد کې یې دامریکایي وسله والو د پاته کیدو او د اشغال د دوام ډیرې طرحې جوړې کړې او دبې دفاع او عام ولس پر ضد یې فوق العاده ظلم او وحشت ته ملاوتړله، چې همدا دسنګین وروستۍ عام وژنه یې یو مثال دی.

د سنګین وروستۍ غمیزه د ډیموکراسۍ د عسکرو او د سیکولر مفکر دوحشت او دهشت ورځنی انځور دی، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې افغانان د همدغسي بوږونکي حالت سره لاس او ګریوان دي، ټوپکسالاران، له غرب څخه راپراشوټ شوي لیبرالان، تکنوکرات او دمات شوي کمونیزم پاته شوني یې په برخلیک لوبې کوي او د نیویارک او واشنګټن دساتنې او ګټو لپاره خپل ولس قتلوي، اسلامي ارزښتونه او ملي نوامیس تر پښو لاندې کوي او د افغان ولس همدا نمک حرامه بچیان دشخصي ګټو او غلامۍ د پایښت لپاره له هیڅ راز ملي خیانت، دین دښمنۍ،قتلونو،فساد او وحشت له تکرار څخه مخ نه اړوي.

Related posts