اګست 15, 2020

دعاء…!!

دعاء…!!

لیکنه: موسی فرهاد 

پیغمبر علیه السلام فرمایی: ” لَا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلَّا الدُّعَاءُ ” (یواځي دعا کولی شي، قضاء (د تقدیرپریکړه) دفع کړي).

مؤمن د مقابلې لپاره دوې وسلې لري، لومړۍ وسله یې دعا او دویمه یې اعداد دی. په داسي حال کې چې نامسلمان او باطل د ځان لپاره فقط یو اعداد لري، ځکه چې هغه د دعا لپاره آساس چې ایمان دی؛ نه لري.

کله چې له چا سره دوې وسلې وي او مقابل لوری یې فقط یوه وسله ولري ؛ بیا څنګه شوني ده چې د دوو وسلو لرونکی دي د یوې وسلې لرونکي په وړاندي شکست وخوري.؟!

که چیري بیا هم له ماتي سره مخ کیږي نو ښکاره خبره ده چې ده له وسلې یا خو سم کار نه دی اخیستی او یا یې ګردسره کارولې نه ده او یا دا چې یوه یې پری ایښي، تنها پر یوه یې اکتفا کړې او هغه هم نیمګړې.

د حق او باطل ترمنځ لومړنۍ عملي مقابله؛ (د بدر غزاء) کې د مسلمانانو شمېر خورا کم (۳۱۳) تنه وو، وسایل یې هم د نیشت برابر وو، اما د کفارو شمېر د دوی درې برابره، یعني څه کم (۱۰۰۰) تنه وو، وسایل یې هم بیخي ډېر وو.

مګر قاطع بریا د مسلمانانو په برخه شوه، دا ځکه چې لومړی خو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لارښوونه صحابه کرامو د جګړې لپاره حتی الوسع ښه اعداد وکړ، په آخر کې نبی علیه السلام له خیمې را ووتی الله تعالی ته یې لاسونه لپه کړل، د مسلمانانو د بریا او فتح لپاره یې ترډېره پوري اوږده دعا وکړه. مسلمانانو ورسره آمین وایه. (چې لږ وروسته به یې روایت ذکر شي)

کفارو تنها پر وسایلو تکیه کړې وه، او په همدې ټکي غره وو چې ګویا افرادي او توکیز ځواک یې تر مسلمانانو څو چنده زیات دی، نو طبعاً خپله بریا یې هم حتمي ګڼلې وه. خو تاریخي شکست یې د تاریخ برخه وګرځيد.

ځکه چې مسلمانانو له اعداد وروسته دویمه وسله چې دعا وه؛ وکاروله، الله قبوله کړه، آسماني فرښتې یې د مرستې لپاره را ورسیدي، فتح یې نصیب شوه.

د حق او باطل ترمنځ معرکه خو هسي هم نه ختمیدونکې ده، ترڅو چې قیامت قائیمیږي، د اسلام او کفر، حق او باطل، روح او شیطان ترمنځ تقابل به هرو مرو جاري وي، دا د الله تعالی فیصله ده.

په همدې خاطر د مسلمان لپاره پیغمبر علیه السلام د دعاء سپارښتنه په ډېر اهتمام کړې، که مسلمان دا وسله وکاروي، د مادي اعداد ترڅنګ معنوي اعداد ته شا ونه ګرځوي؛ هیڅکله به د شکست مخ ونه ویني.

نو پر مؤمن لازمه ده چې باید په دې پوه شي، چې د ستونزو، مشکلاتو، آفاتو او مصائبو پرمهال یې باید همیشه لاسونه هغه رب ته پورته وي چې: ( يجيب دعوة المضطر إذا دعاه، ويكشف كربة المكروب إذا ناجاه، ويزيل الغم ويذهب الهم، ويحب العبد الأواه المنيب إليه). د مجبور دعا قبلوي، د مصیبت ځپلي تکلیف ختموي، غم او هم یې لري کوي، چې غوښتنه او فریاد ورته وکړي، بیشکه الله تعالی عاجزي کوونکی، زاري کوونکی بنده خوښوي.

همدغه د نصرت او فتح سبب بلل شوې، په خاصه توګه چې د ضعیفو او کمزورو بندګانو دعا وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إنما ينصرالله هذه الأمَّة بضعيفها بدعوتهم وصلاتهم وإخلاصهم» یعني الله تعالی د دې امت نصرت د هغوی د کمزورو په دعاګانو، لمونځونو او د هغوی په اخلاص باندي کوي.

په حدیث شریف کې دعاء د مؤمن وسله بلل شوې، هغه ترټولو غښتلې وسله، او که چیري دعاء کوونکی اتقی او پرهیزګاره وي، او په اخلاص سره دعا کوي، نو هغه امت به هرو مرو د الله له نصرت څخه تل ترتله برخمن وي.

متاسفانه په مسلمانانو کې اکثره له دې سلاح څخه غفلت کوي، چې د فتح، نصرت، فلاح او کامیابي ترټولو اغیزمنه وسیله ده. ځکه چې الله تعالی فرمایی: « ..ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ.. » تاسو له ما نه دعا غواړئ، زه مو دعاوي قبلوم.

د دعا اهتمام ته ټول مؤمنان اړتیا لري، خو هغه خلک چې د خدای په لاره کې د دښمن مقابلې ته ولاړ مجاهدین وي؛ هغوی ترهرچا زیات ورته محتاج دي. چې باید هومره دعا او عبادت مهم وګڼي لکه څنګه چې پوځي ټریننګ او اعداد مهم ګڼي. نبی علیه السلام فرمایی: د غزا پرمهال د غازي فی سبیل الله او د نداء (آذان) پرمهال د مؤمن دعا نه ردیږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم معمول دا و چې کله به غزا ته تلی نو دا دعا به یې ویله: «اللهم أنت عضدي وأنت نصيري وبك أقاتل» یا الله! ته مې ملاتړ کوونکی یې، ته مې مددګار یې او ستا د رضا لپاره جګړه کوم.

په غزواتو او جګړو کې چې کومو مؤمنانو له دعا او اعداد دواړو نه کار اخیستی؛ د فتوحاتو او نصرتونو بیلګې یې د تاریخ په ذخیره کې بې شماره دي.

د بدر پرمهال د دوعا یادونه مو مخکي وکړه، عمربن خطاب رضی الله تعالی عنه فرمایی: « لمَّا كان يوم بدر نظر النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ إلى أصحابه وهم ثلاثمائة ونيف، ونظر إلى المشركين، فإذا هم ألف وزيادة، فاستقبل النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ القبلة، وعليه رداؤه وإزاره ، ثمَّ قال: “اللهم أنجز لي ما وعدتني، اللهم إن تهلك هذه العصابة من أهل الإسلام فلا تعبد في الأرض أبداً” قال عمر بن الخطاب: فمازال يستغيث ربَّه ويدعوه، حتَّى سقط رداؤه عن منكبيه، فأتاه أبو بكر فأخذ رداءه فردَّاه، ثمَّ التزمه من ورائه ثمَّ قال: يا نبي الله ، كفاك مناشدتك ربك، فإنَّه منجز لك ما وعدك”.

د بدر په ورځ چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته وکتل، چې درې سوه یوڅه بالا کسان وو، او بیا یې مشرکینو ته وکتل، چې هغوی زرتنه یا یوڅه زیات وو؛ نو قبلې ته یې مخ کړ، په داسي حال کې چې څادر او ملابند یې پر اوږو وو؛ او ویي فرمایل، خدایه راسره کړې وعده دې پوره که، یا الله که د مؤمنانو دا کوچنۍ ډله ته هلاک کړي؛ نو د ځمکي پرمخ به دي د بندګۍ او عبادت بیا څوک نه وي. عمررضی الله عنه وایی، نبی علیه السلام پرلپسي همدا فریاد کاوه، تر دې چې څادر یې له اوږې را پریووت، أبوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه راغی څادر یې ور اوچت کړ پر اوږو یې ور واچاوه او ورته ویي ویل: ای د خدای نبی! بس همدومره مناجات دي له رب سره کفایت کوي، بیشکه چې هغه به له تاسره وعده پوره کوي.

د صحابه کرامو او د اسلام د نورو سرښندونکو اتلانو همیشه همدا معمول پاتی شوی، چې د غزواتو او ملاحمو پرمهال به یې د دعا هومره اهتمام کاوه لکه څومره چې یې د اعداد کاوه، که د تاریخ پاڼي را وسپړو ډيری کسان به داسي ومومو چې همدا پیغمبري سیرت یې د خپل ژوند معمول ګرځولی وي.

د بیت المقدس د فاتح صلاح الدین ایوبي رحمه الله، یوه خبره ډېره مشهوره او د تاریخ برخه ګرزیدلي، ویل کیږي چې نوموړی یوځل د شپې مهال راووتی پر یوه خیمه ور برابر شو چې ګوري، دننه ورکي خلک پرلمانځه ولاړ دي، یا د قرآنکریم ذکر کوي او یا په دوعاګانو مشغول دي،،، صلاح الدین ایوبی وویل: “من هنا يأتي النصر” نصرت به له همدې ځایه راځي. یعني د دې ډول عبادتګزارو مجاهدینو په وجه به الله تعالی زموږ نصرت کوي او موږ به پر دښمن غلبه مومو.

تر دې وړاندي ولاړی، په بله خیمه کې یې ولیدل چې خلک بیده دي، هیڅوک عبادت کوونکي نه ښکاري، نوموړي وویل: “من هنا تأتي الهزیمة” ( شکست به له همدې ځایه راځي) یعني د خدای تعالی له ذکر او عبادت څخه همدا غلفت به زموږ مسلمانانو د ماتي او شکست لامل ګرزي.

قاضي ابن شدَّاد رح وایی: ” صلاح الدين ایوبي چې به کله د دښمن له لوري د هجوم خبر ترلاسه کړ، نو سمدستي به یې تندی پرځمکه ایښوده، یعني پرلمانځه به ودرید په سجده کې به یې دا دعا ویله: اللهم قد انقطعت أسبابي الأرضية في نصرة دينك، ولم يبق إلا الاعتماد على فضلك، أنت حسبي ونعم الوكيل” ويقول: ” ورأيته ساجداً ودموعه تتقاطر على شيبته ثمَّ على سجَّادته، ويقول: ولم ينقض ذلك اليوم إلاّ ويأتيه أخبار النصر على الأعداء.

خدایه! ستا د دین د نصرت لپاره زموږ ځمکني ټول اسباب ختم شوي، یوازي ستا فضل، رحم او نصرت ته سترګي په لاره یو، یا رب ته راته کافي او ښه مددګار یې. قاضي ابن شداد زیاتوي: ډېر ځله مې په داسي حال کې لیدلی چې پرسجده به پروت و چې راپورته به شو، ګریوان او مصلی به یې په اوښکو لامده وو، او دی وایی، زه شاهد یم چې، هغه ورځ به داسي نه تیریده چې د فتح او بریا خبرونه به نه راتلل.

الله تعالی په قرآنکریم کې د داسي مؤمنانو چې د الله په لاره کې یې خپل ژوند وقف کړی وي؛ داسی صفات بیانوي: « تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفاً وَطَمَعاً …الآیه» [السجدة ۱۶] (دوی هغه خلک دي چې ډډي یې له بسترځایونو جدا وي، له خپل رب څخه د ویري او امید په طمع دعاګاني کوي).

نو په دې کې شک نشته چې د جهاد د بریا لپاره د کامیابۍ او نصرت بل ستر لامل عبادت او دعاء ته ځانګړي توجه کول دی. که چیري د مجاهدینو دا اړخ نیمګړی نه وي، نو حتمي ده چې په یو نه یو شکل به د الله تعالی له کامل نصرت څخه برخمن کيږي، د شکست پرځای به یې فتوحات په نصیب وي.

نو د عامو مسلمانانو لپاره هم پکار دی، که د مجاهدینو عملي مرسته نشي کولای معذور وي، نو دعاء خو هرو مرو ورته کولای شي، امید دی چې هیڅ یو مؤمن به له دعاء کولو څخه غفلت نه کوي. کنه نو خدای به تري ناراضه وي.

پای …………..!
2020 – 7 -1

Related posts