اګست 05, 2020

لغمان: د پوهنې مسئولینو د ښوونې او روزنې د بهیر د پرمختګ په موخه دبادپښ او علیشنګ ولسوالیو د دیني مدرسو له مهتممینو مشرانو سره غونډې وکړې

لغمان: د پوهنې مسئولینو د ښوونې او روزنې د بهیر د پرمختګ په موخه دبادپښ او علیشنګ ولسوالیو د دیني مدرسو له مهتممینو مشرانو سره غونډې وکړې

د پوهنې مسئوولینو د ښوونيز بهير د ښه والي او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه د بادپښ او علیشنګ د مدارسو له مهتممينو او قومي مشرانو سره غونډې ترسره کړې.

غونډو ته د لغمان ولایت د پوهني مسئولینو ویناوې وکړې او مهتممینو ته یې د مدارسو د طرزالعملونو پاڼې ووېشلې.

همدا راز د غونډو ځینو ګډونوالو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مشوره یو الهي لارښوونه ده مونږ او تاسو دلته د همدې مهمې لارښونې د تعمیل لپاره را غونډ شوي یو، تر څو د خپلو هيوادوالو د بچیانو لپاره په تعلیمي چارو کې د خدمت اړوند سلا مشورې شریکې کړو.

غونډه کې د تعلیمي ادارو د تدریسي وضعیت د ښه والي، د تعلیم او تربیې د مقرراتو او د نصاب په پلي کیدو، د تدریسي او اداري چارو پر وړاندې په پرتو ننګونو او ستونزو خبرې وشوې.
02/07/2020

Related posts