اګست 15, 2020

د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

راپورونه خپاره شول چې د امریکا دفاع وزرات پنتاګون د هغه هېواد کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي دي چې اسلامي امارت د هند په وچه کې له القاعدې تنظیم سره مرستوته دوام ورکوي.
موږ دا راپور په کلکه ردوو، او د لاندې دلائلو په اساس يې تبلیغاتي او ناسم بولو:
ــ اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د نورو هېوادونو په چارو کې هيڅ ډول مداخله نه کوي، نو ځکه نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او نورو هیوادونو لپاره له چاسره مرسته وکړي.
ــ له تیرو نولسو کالو افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدینو لخوا تر اشغال لاندې دی او افغانان د اسلامي امارت په مشرۍ د آزادۍ او اسلامي نظام په هدف په لویه جګړه کې بوخت دي، نو څرنګه ممکنه ده چې د دومره ستر جنګ سره سره موږ د افغانستان له پولو بهر هم له چاسره مرستې وشو کولای؟
ــ د ۲۰۲۰ کال فبروری میاشتې په ۲۹ نيټه اسلامي امارت له امریکا سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې اوس په خپل ټول توان سره کوښښ کوي یاد تړون عملي او افغانستان ته سر تاسري سوله راشي.
د پورته دلائلو له مخې اسلامي امارت د هند د وچې په شمول په هيڅ ځای کې له کوم بهرني تنظیم سره مرسته نه کوي.
داچې په دې حساس وخت کې د امریکا دفاع وزارت لخوا داسې بې مسئولیته راپور خپریږي او یا د اذهانو د مشوش کولو لپاره پروپاګند کیږي د تأسف وړ ده.
موږ له امریکايي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د دوحې تړون ته ژمن واوسي، د غلطو معلوماتو په اساس پروپاګند ونه کړي او په امریکايي نظامي دستګاه کې هغه څيرې هم له پروپاګند کولو څخه راوګرځوي چې ممکن په افغانستان کې لاهم جګړې غواړي او د جګړې په دوام کې خپلې شخصي او یا د کمپنیو ګټې ويني.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۲/۴/۱۳۹۹هـ ش ـــ 2020/7/2م

Related posts