اګست 05, 2020

لوګر ولایت کې د ښونیزو ادارو د بیرته پرانېستلو په مناسبت د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره غونډې وشوې

لوګر ولایت کې د ښونیزو ادارو د بیرته پرانېستلو په مناسبت د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره غونډې وشوې

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون د ټولو دیني او عصري تعلیمي ادارو بیرته د پرانېستلو په اړه اعلامیه خپره کړې ده؛ په همدې مناسبت د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو تعلیمي مراکز له مسئولینو سره ناستې ترسره شوې.

د يادو ناستو په ترڅ کې اعلامیه ابلاغ او مدیرانو ته ورکړل شو‌ې او هم د تعلیم اوتربیې مسؤلینو علمي، فکري او هر اړخیزې ویناوې وکړي.

همدا راز په ځینو ولسوالیو کې د روغتیا کمېسیون یو شمېر مسئولینو ته هم بلنه ورکړې وه چې هغوی هم د اعلاميې د ځینو مادو ترڅنګ نور صحي تدابیر د مجلس ګډونوالو ته واورول.

په پای کې له ټولو مسئولینو څخه غوښتنه وشوه چې ټول شخصي او رسمي مکاتب دی خپل درسونه بیرته پيل کړي او د غونډو ګډونوالو ته هم وخت ورکړل شو تر څو دوي خپلې تجربې او مشورې شریکې کړي.
۲۰۲۰/۷/۲

 

Related posts