اګست 04, 2020

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند له زلمي خلیلزاد سره وکتل

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند له زلمي خلیلزاد سره وکتل

تیره ورځ د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره مل پلاوی يې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد، د امریکا د نوي نړیوال انکشافي مالي شرکت اجرایه وي رئيس آدم بولر اوملګري هیئت سره يې په دوحه کې وکتل.
په کتنه کې په افغانستان کې د سولې په پروسې، د بندیانو په هرڅه ژر خلاصیدو، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او نورو اړوندو مسائلو بحث او خبرې وشوې.
همدا ډول د راتلونکي افغانستان د اقتصادې ودې، بیا رغونې او پرمختګ په موخه له ښاغلي ادم بولر سره د هغه په اقتصادي پلانونو او طرحو چې د سیمې د ګڼو هیواودونو لپاره یې لري هم بحث وشو.
په دې کتنه کې د قطر هيواد لخوا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ښاغلی ډاکټرمطلق القحطاني هم موجود وو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۲/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۱۳/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/3م

Related posts