اګست 15, 2020

هرات : پښتون زرغون کې دګوډاګیانو دعملیاتي قوې ۱۱ ټانګونه ویجاړ۱۸ عسکرقتل دامنیه قومندان په شمول ۱۴ ژوبل شول

هرات : پښتون زرغون کې دګوډاګیانو دعملیاتي قوې ۱۱ ټانګونه ویجاړ۱۸ عسکرقتل  دامنیه قومندان په شمول ۱۴ ژوبل شول

۳ ورځې وړاندي دهرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ دپوشکان اوبلند آب سیمو کې دمزدور دښمن پر عملیاتي قوه داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول
بریدونه چې پوره ۷۲ ساعتونه یې دوام وکړ په مهال یې مزدور دښمن ته درانه تلفات واوښتل او دتلفاتو په لیدلوسره نن سهار له سیمي نه بیرته په تېښته مجبوره کړی شول
د وروستي معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ددښمن ۱۱ ټانګونه د راکټونو او چاودنو په مټ ویجاړ ۱۸ تنه مزدور عسکر یې ځای پرځای قتل او دهرات دامنیه قومندان عبیدالله نورزي په شمول ۱۴ تنه نور ژوبل شول
ددښمن په هاوانونو په سیمه کې یوتن ملکي وګړی شهید او ۲تنه نور زخمیان شوي .
او ددښمن یوکلاشینکوف ، یو دورځي دوربین ، یو دشپې دوربین ، یو بم افګن ، دامنیه قومندان نورزي کارډ اوچانټه هم دمجاهدینولاس ته ورغلي
مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی
2020/7/4

Related posts