اګست 15, 2020

حساسې شېبې او ناسم راپورونه

حساسې شېبې او ناسم راپورونه

حسن زوی:

دا چې دانساني تاریخ تر ټولو ستر جنګي اتحاد ۱۹ کاله وړاندې پر افغانستان بې موجبه اوناروا یر غل وکړ او همدا هېواد دتېرو ۱۹ کلونو راهیسې ددې نا روا اوپر افغانانو دتپل شوي جنګ ډګر دی نو طبعاً دجنګ بدې مادي اومعنوي اغېزې تر ټولو زیاتې د همدې هېواد پرمظلوم ولس پرېوتې دي .

دبهرنو اشغالګرو او داخلي غلامانو په هوایې بمباریو اوځمکنو بریدونو کې سوونه زره افغانان ووژل شول ،مېرمنې کونډې شوې کوچنیان یتیمان شول ، دافغانانو دغریبۍ جونګړې ورانې ،په لویې شمېرې کې له خپلو سیمو بې ځایه او دربدرۍ سره مخامخ شول خو دافغان ولس تر څنګ چې امریکا او متحدینوته یې دې جنګ کوم سترتاوانونه ورسول اودسیمې پرهېوادونو چې د دې جنګ څومره بدې اغېزې پرېوتې هغه له چا پټې ندي نوځکه په دوحې کې رامنځته شوي تړون باندې د افغان ولس  ترڅنګ مقابل لوری(امریکا او متحدین یې) او د سیمې ټول هېوادونه خوښ وو او دملګرو ملتونو ادارې تر څنګ ټولې نړۍ دا ښه پرمختګ ګڼلو او ورته د تائید وړ و.

داچې دافغانستان روانه جګړه او ستونزه سیمیزه نه بلکې نړیواله ده نو د جګړې د پای ته رسېدلو په هکله د دوحې د تړون په څېر ستر پرمختګ هم یواځې دافغان ولس او امریکایانو نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستره لاسته راوړنه ده نو دې سترې لاسته راوړنې ته اهمیت ورکول ؛ ساتنې ته یې ژمنتیا ښودل اود عملي کېدو په لار کې یې خنډونه له منځه وړل د ټولو  او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو ادارې او د سترواو با اثره هېوادونو لوی مسئولیت دی خومتأسفانه چې نه د ملګرو ملتونو ادارې اونه هم نورې نړۍ دې تاریخي تړون ته هغومره ارزښت ورکړ څومره چې پکار و او نه یې هم ددې تړون دساتنې لپاره خپل مسئولیت ادا کړ بلکې داقضیه طرفینو ته داسې پرېښودل شوه لکه چې ورسره دنورې نړۍ هیڅ تړاو نه وي .

ژر تر ژره د۵زره طالب بندیانو ازادول او ورپسې متصل دبین الافغاني مذاکراتو پیل کېدل د دې تړون ډېره مهمه برخه وه او دتړون د رامنځته کېدو پر مهال دکابل ادارې پدې هکله خپل هیڅ اعتراض یا غبرګون نه و ښکاره کړی چې دا یې د رضایت روښانه دلیل و. دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې وروسته بیا د کابل ادارې پدې لار کې خنډونه رامنځته کړل او د تړون سره سم د ۵ زره بندیانو له ازادولو یې انکار وکړ چې له امله یې تر دا ننه بین الافغاني مذاکرت د تاخیر ښکار دي .

د کابل ادارې د دې نا مسئولانه حرکت پر وړاندې نه د ملګرو ملتونو ادارې او نه هم نورې با اثره نړۍ خپل غبرګون ښکاره کړ چې دا ددې تاریخي تړون په هکله ډېره ستره جفاوه ځکه چې که د کابل اداره په خپل انکار پاتې شوې وای  دا تړون به د لغوه کېدو له خطر سره مخامخ شوی وای ؛ بس دا خو د امریکا فشار و چې د کابل اداره په تدریجي ډول دلږو لږو بندیانو ازادول پیل کړل .

د کابل ادارې د دې ناغیړۍ په مقابل کې د چوپتیا نه هم زیات دتأسف وړخبره پدې تازه ورځوکې دملګرو ملتونو د ادارې له لورې د بهرنو جنګیالو د شتون او ځني نورو موضوعاتو په اړه د راپور خپرېدل دي چې له بده مرغه له واقعتونوسره هیڅ اړخ نه لګوي نوځکه د افغان ولس لپاره د زیاتې حیرانتیا سبب شوی. پدې راپور کې د زرګونو بهرنوجنګیالیو د شتون اوداسلامي امارت د مجاهدینو سره یوځای د دښمن پرضد د جنګېدو ادعا شوې.

داچې زموږ په هېواد د وحشت نه ډک ستریرغل شوی او ولس مو د ستر ظلم ښکار و نو د نړۍ د مسلمانانوتر څنک ګڼو نامسلمانو ملتونو اوهېوادونو هم پرموږ شوی یر غل غندلو او زموږ سره یې اخلاقي خواخوږي مل وه ؛ موږ له دې انکار نه وړاندې کړی او نه یې اوس کوو خو ټولې نړۍ اوحتی د جنګ مقابل لوري ته هم معلومه ده چې پدې روان جنګ کې موږ هیڅکله هم د بشرې قوې دقلت سره نه یو مخامخ شوي بلکې د جهاد میدان ته له پیل نه تر ننه زموږ دومره زیات ځوانان رغلي دي چې اسلامي امارت  دوئ ټولو ته ترننه د وسلو اوجنګي وسایلو په برابرولو ندی توانېدلي نو دبهرنه د چا د راتلو څه اړتیا ؟  موږ قومي ، ژبنیز اونور ټول تعصبات په ډېرې سختۍ ردوو، د دې هېواد خلک ددښمن مقابلې ته کافي دي نو د نورې نړۍ نه د مسلمانانو دراتلو اړتیانه لیدل کېږي ،ځکه مو په تېرو ۱۹ کلونو کې کله هم د نړۍ د مسلمانانونه دلته د راتلو غوښتنه نده کړی ؛ زموږ چاپي اوبرقي رسنۍ له چاپټې ندي ؛ هیڅوک پکې داسې غوښتنه نه شي ثابتولای .

داهم له چاپټه نده چې د دښمن پر ضد روان جنګ چریکي جنګ دی چې مجاهدین د دښمن پرضد جنګ کوي اوبېرته  د افغانستان په کلیو اوښارونو کې داسې ورکېږي چې له عامو افغانانوسره یې توپیر نه کېږي ؛بهرنی مسلمان خو که یو هم یوې سیمې ته راشي هرڅوک پرې خبرېږي ؛نو دا زرګونه بهرنیان خو مېږیان ندي ژوندي انسانان دي دوی چرته اوسېږي ؛ په خلکوکې څنګه ورکېږي او افغان ولس یې څنګه نه ویني ؟

آیا د کابل اداره د یو بهرني ځای ښودلی شي ؟یا په تېرو لسو کلونو کې په جګړه کې یو وژل شوی یا نیول شوی بهرنی ثابتولی شي؟

دتأسف ځای دی چې د ملګروملتونو له لورې پدې خپور شوي راپور کې راغلي دي چې د دې معلوماتو لپاره کومه خپلواکه پلټنه نده شوې بلکې راپور د کابل ادارې اوځینو نورو حکومتونو د معلوماتو په اساس تهیه شویدی؛ د کابل اداره داسلامي امارت سره عملاً په جګړه کې اخته ده اوګڼ داسې هېوادونه شته چې په افغانستان کې د جنګ دوام غواړي نو د ملګرو ملتونو اداره چې د کابل رژیم اوداسې مغرضو هېوادونو له لورې د ورکړل شویو معلوماتوپربنسټ راپورونه تیار اوخپروي د ایې ستره اشتباه ده ځکه خو یې دې  راپور کې ګڼ تضادات خپاره شویدي .

د ملګروملتونو اداره چې د نړیوالو ستونزوحل یې د رامنځته کېدو له مهمو مقاصدو څخه دي باید خپل مسئولیت ادا اوخپله ټوله توجو د دې ستونزې حل لور ته راواړوي ؛ دکابل د بې اعتباره ادارې له لورې د ورکړل شویو معلوماتو پراساس داسې اقدام او اظهار ونکړي چې نړیوال اعتبار ته یې تاوان ورسېږي اوناپیلتوب یې دپوښتنې لاندې راشي .

Related posts