اګست 15, 2020

ولې په جنګي جنایاتو سترګې پټیږي؟

ولې په جنګي جنایاتو سترګې پټیږي؟

د اونۍ تبصره:

تېره اونۍ د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د کابل رژیم مسلحو ځواکونو له خپلې یوې قرارګاه څخه د ولسي وګړو په هغه بازار د هاوان بریدونه وکړل چې هره اونۍ پکې سلګونه مالداران او عام کلیوال راټولیږي او مالونه خرڅوي. په دې برید کې لسګونه ولسي وګړي چې ټول یې عام بې ګناه مالداران، شپانه، بزګران او یو شمیر یې د کم عمر هلکان وو شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول. له دې علاوه ولسي وګړو ته درانه مالي زیانونه هم ورسیدل.
د دې جنګي جنایت له پيښېدو وروسته ولسي وګړو د ګرځنده ټیلفونونو په مټ د پیښې ژوندۍ صحنې عکاسي او په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې. په دې مستندو ویډیوګانو کې ولسي وګړو وویل چې برید سیمې ته نږدې د کابل ادارې عسکرو له خپلې قرارګاه څخه کړی دی. خو د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دې په ځای چې د ترسره شوي جنایت په اړه بخښنه وغواړي یا د خواخوږۍ اظهار وکړي برعکس یې دروغو ته ملاوتړله او په ډیره سپین سترګۍ یې د دې فاجعې د تحریف او اسلامي امارت ته د منسوبولو هڅه وکړه.
له پیښې څه موده وروسته سیمې ته  ورغلیو د رسنیو خبریالانو وویل چې برید د کابل ادارې عسکرو کړی دی. دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو نمایندګي ( یوناما) هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره تائید کړه چې دغه حمله په سیمه کې د کابل ادارې د عسکرو له قرارګاه څخه شوې ده.
دا چې د پخوانیو اکثرو ورته پیښو برخلاف د سنګین د ټولوژنې اصلي عاملین معلوم شول، یو ښه پرمختګ و. خو د تأسف وړ دا وه چې رسنیو، د ملګرو ملتونو دفتر او د بشر د حقوقو استازو یوازې همدا خبره وکړه چې برید د کابل ادارې عسکرو کړی دی او بس. دوی له دې ور هاخوا چې باید دغه جنګي مجرمین ونیول شي، د محکمې میز ته ودرول شي او د ظالمانه قتلونو پوښتنه ترې وشي هیڅ هم ونه ویل.
دغه ادارې چې ځانونه د عدالت او بشري حقوقو علمبرداران بولي، آیا عدالت او بشري حقوق یوازې په دې سره تأمینیږي چې د جنګي جنایاتو په اړه کاغذي راپورونه او اعلامیې نشر شي او که له دې اعلامیو وروسته څه عملي اجراآت او حقدار ته د حق رسیدل هم غواړي.
معلومه خبره ده چې په تشو اعلامیو، غندنو او مقصر معلومولو سره عدالت نه تأمین کیږي او نه هم د مظلومانو زړونه ټکوریږي. د تأسف وړ خبره ده چې لا د سنګین د عاموژنې ټپیان په روغتونونوکې پراته دي او د یتمیانو له سترګو اوښکې بهیږي خو په عامه سطحه دا فاجعه تېره او هېره و بلل شوه. په داسې حال کې چې عاملین یې د لمر په شان واضح معلوم دي نه په کې څوک ونیول شو، نه مجازات شو او نه د شهیدانو د کورنیو سره کومه رسمي خواخوږي وشوه.
د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د پیښیدونکو جنګي جنایاتو په وړاندې داسې له بې تفاوتۍ او سهل انګارۍ ډک چلند په جنایت له پاسه بل جنایت او جفا ګڼي چې زموږ د مظلوم ملت په وړاندې ترسره کیږي. د جنګي مجرمینو په وړاندې د معافیت دا نادرست کلتور باید له منځه لاړ شي او د سنګین د پيښې په شمول د جنګي جنایاتو ټول معلوم الحاله عاملین باید سزا وویني.

Related posts