اګست 15, 2020

د مجاهد پنځه صفات

د مجاهد پنځه صفات
  • مجاهد به مخلص وي
  • مجاهد به مستعد وي
  • مجاهد به مطیع وي
  • مجاهد به امین وي
  • مجاهد به خوش اخلاقه وي

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العلمین و الصلاة و السلام علی أشرف الانبیاء والمرسلین، محمد و علی آله و اصحابه أجمعین. امابعد!

درنو لوستونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دا چې جهاد او مجاهد یوازې الفاظ نه بلکې مفاهیم دي او (مجاهد) لفظ د شریعت له نظره خپل  خاص مفهوم او مصداق لري، نو دلته غواړو د واقعي مجاهد پنځه مهم صفات درسره شریک کړو. هر مجاهد باید د دې صفاتو په هنداره کې خپل ځان وګوري. که چیرې همدا صفات په کې موجود و، نو هغه د کلیمې په اصلي معنی مجاهد او د الله تعالی د لارې مبارز دی. اما که په کوم چا کې دغه صفات نه و او یا ناقص و نو باید چې خپل عمل او کردار ته متوجه شي او د واقعي مجاهد صفات په ځان کې پیدا کړي.

…………………………………………………..

اول : اخلاص

اخلاص په لغت کې خلاصوالي ( تصفیه) یا خالص توب ( سوچه والي) ته وایي او په اصطلاح کې د عمل خلاصوالی او تصفیه ده له بل هر نیت څخه، په داسې ډول چې هیڅ شی ورسره ګډ نه شي او خالص د الله تعالی لپاره ترسره شي.

واقعي مجاهد هغه دی چې په خپل عمل کې اخلاص ولري. د جهاد غرض یې یوازې او یوازې د الله تعالی رضاء او اعلاء کلمة الله وي. ظاهري او دنیوي اهداف لکه شهرت، منصب، مشرتوب، د نوم لوړتیا، غنیمت یا مالي ګټې،د وسلې ګرځولو هوس پالل، پر خلکو بالادستي،شخصي دښمني، قومي او وطني عصبیت او داسې نور اهداف یې باید غرض نه وي.

اخلاص ځکه ډیر مهم دی چې الله تعالی موږ انسانان تر هر څه مخکې په ایمان مکلف کړي یو. له ایمان وروسته یې د عبادت امر راته کړی، خو عبادت یې په اخلاص مقید ګرځولی. یعني الله تعالی ته یوازې هغه عبادت قابل قبول دی چې اخلاص په کې وي. الله تعالی فرمایي: وَما أمروا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكاةَ وَذلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ (٥) (البينة)

ژباړه: او هغوی ته  بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې د الله تعالی عبادت وکړي په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دین سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم برابر دین دی)

حضرت ابي موسی اشعري رضی الله عنه فرمایي چې یوه اعرابي د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته وویل: یو سړی د غنیمت لپاره جهاد کوي، بل د دې لپاره چې خلک یې(په شجاعت او زړورتوب) وستایي او بل د ریاء  لپاره . په دوی کې کوم یو د الله د لارې  مجاهد دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چې له دوی څخه یوازې هغه فی سبیل الله مجاهد دی چی د الله جل جلاله د کلمې د لوړوالي لپاره جهاد کوي.

له دې حدیث شریف څخه په صراحت معلومه شوه چې د واقعي مجاهدتعریف له اخلاص څخه سرچینه اخلي. یعني یوازې او یوازې هغه څوک واقعي مجاهد دی چې په جهاد کې اخلاص لري، نیت یې صفا وي او هر دم او قدم یې د الله تعالی د رضا لپاره وي.

نو مجاهده وروره!

همدا اوس خپل زړه ته متوجه شه، ټول مادي او دنیوي نیتونه له زړه څخه وباسه.خپل نیت او عزم دې تجدید کړه، په خپل قول، فعل او هر عمل کې یوازې د الله تعالی رضا په نظر کې وساته، تر څو د دې عظیم عبادت له حلاوت او اخروي اجرونو مستفید شې.

……………

دوهم: اعداد او استعداد

اعداد په لغت کې آمادګي ته ویل کیږي او په اصطلاح  کې د جهادي فریضې د اداء کولو لپاره بدني تربیې، مسلکي زده کړې او د ذهني تربیې حصول ته اعداد ویل کیږي.

جهاد چې د اسلام یو ستر حکم او د مشقت او باریکیو له اړخه سخت کار دی، دې ته اړتیا لري چې له عملي پيل وړاندې باید مجاهدین لومړی د دې ستر عبادت د سم اجراء کولو لپاره ځانونه تیار او له جنګي اصولو سره یې ځان بلد کړي. رښتینی مجاهد د جهاد ډګر ته یوازې د وخت تیرولو او مشغولا لپاره نه راځي. بلکې غرض یې دا وي چې له دښمن سره وجنګیږي، دښمن ته تلفات واړوي، د مقابلې میدان وګټي او د اسلام له خاورې د کفر او فساد ټغر ټول کړي. د مؤثر او اغیزناک جهادي فعالیت لپاره باید مجاهد ټولې هغه وسلې او وسائل په مسلکي ډول زده کړي چې په جهاد کې کاریږي. جنګي فنون، د منفجره موادو عیارول، د مخابرې او ارتباطي وسائلو زده کړه، د وسلو فني زده کړه او ترمیم، د مرمیو مؤثریت او خواص پیژندل، نښه ویشتل، ترصد، د شپې دوربین او لیزر په مسلکي ډول زده کول، د کمین نیول، هدفي او انغماسي عملیات، د دښمن په صف کې نفوذ او استخباراتي مهارت، احتیاط او د ستر و اخفاء اصول رعایتول، کومکي استعدادونه لکه بدني روزنه یا ورزش، ډرایوري، لامبو زده کول، له زخمیانو سره عاجله مرسته او نور هغه مختلف فعالیتونه چې په جهاد کې په یوه شکل ورته اړتیا پیښیږي دا ټول په اعداد کې راځي او زده کړه یې پر هر مجاهد ضرور ده.

له فني اعداد سره سره ذهني یا فکري اعداد هم ضرور دی، هغه دا چې مجاهد ته باید د جهاد احکام، فضائل، مسائل، ممنوعات او مشروعات معلوم وي. تر څو له غلطیو، انحرافاتو او ګناهونو ځان وساتي او په جهادي مسیر برابر پاته شي.

د اعداد په باره کې الله تعالی فرمایي: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ …(۶۰) الانفال

ژباړه: او تر خپل وس د هغوی ( د مقابلې) لپاره ځواک او روزل شوي آسونه تیار کړئ چې په هغه سره هم د الله تعالی او هم خپل دښمن وویروئ..)

نو بناء واقعي مجاهد هغه دی چې د جهاد لپاره اعداد ( تیاری) او استعداد ( مهارت) ولري. څومره چې د مجاهد جهادي مهارتونه ډیر زده وي همدومره به یې مؤثریت او فعالیت زیات وي. ډیر اجرونه به ترلاسه کوي او د الله تعالی د دین لپاره به د ډیر خدمت قابلیت لري.

……………………………

 دریم: اطاعت

اطاعت په لغت کې انقیاد یا غاړه ایښودلو ته وایي او په اصطلاح کې پرته له جبر او اکراه، په خپله خوښه د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او یا شرعي امیر امرونه پر ځای کول او له منهیاتو څخه ځان ساتلو ته اطاعت وایي.

باید په دې پوه شو چې د امیر اطاعت واجب دی الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الأَمْرِ مِنْكُمْ . . . النساء ۵۹

ترجمه: اې مؤمنانو! د الله تعالی اطاعت وکړئ او د رسول اطاعت وکړئ او د خپلو امیرانو اطاعت وکړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: على المرء المسلم السمع والطاعة فيما أحب وكره إلا أن يؤمر بمعصية فإذا أمر بمعصية فلا سمع ولا طاعة ” متفق عليه.  ژباړه: پر مسلمان د امیر د امر اوریدل او منل لازم دي، که یې امر خوښ وي یا یې نه وي خوښ، تر څو چې په ناروا کار یې ورته امر نه وي کړی، که یې په ناروا کار ورته امر وکړ بیا یې اوریدل او منل نشته.

د شریعت له نظره تر څو چې امیر په ناروا کار امر نه وي کړی، نو هر ډول امر چې وکړي منل یې واجب دي. فقهاء وایي چې د امیر د امر  یا نهی له امله  د مباح کارونو کول یا پریښودل واجب ګرځي. زموږ د فقهې معتبر کتاب رد المحتار لیکلي: طاعة الامام في غیر معصیة واجبة فلو أمر بصوم یوم وجب . . . کتاب الدعوی ج۵ ص ۴۲۲. ژباړه: کوم کار چې ګناه نه وي په هغه کې د امیر اطاعت واجب دی نو که امیر د یوې ورځې د روژې نیولو امر وکړي، په هغه ورځ روژه نیول واجب ګرځي.

واقعي مجاهد هغه دی چې د اطاعت په معنی او اهمیت پوهیږي او دا ورته معلومه وي چې اطاعت په جهاد کې څومره زیات اهمیت لري او بې اطاعتي د څومره سترو دنیوي او اخروي زیانونو سبب ګرځي.

کله ځیني مجاهدین د هغو امرونو اطاعت کوي چې د دوی په مزاج برابر وي اما که د امیر کوم امر د دوی د مزاج مخالف وي بیا یې اطاعت نه کوي. علماء کرام فرمایي چې ښه او کامل اطاعت (چې ډیر اجر ورباندې حاصلیږي) هغه دی چې امیر یو چا ته په داسې کار امر وکړي چې دده په مزاج برابر نه وي او ورباندې دروند وي. خو بیا هم د شرعي واجب د پر ځای کولو په خاطر خپل مزاج تر پښو لاندې کړي او هغه کار ترسره کړي. نو په ټولو روا کارونو کې باید مجاهدین د خپلو امیرانو اطاعت وکړي.

………………………

څلورم: امانت

امانت چې د خیانت نقیض (ضد) دی په لغت کې سلامتیا او اطمینان ته وایي او په اصطلاح کې هر د حق څښتن ته خپل حق په کامل ډول ( پرته له نقصانه) بیرته ورسپارل امانت بلل کیږي.

امانت یوه شرعي فریضه ده ځکه الله تعالی فرمایي: إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا . . . النساء ۵۸  ژباړه: بې شکه الله تعالی تاسو ته امر کوي چې امانتونو خپلو خاوندانو ته وسپارئ) همدا رنګه الله تعالی د بریالیو مؤمنانو یو صفت امانت داري بللې: وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ [المؤمنون: 8] او مؤمنان هغه دي چې چې د امانتونو او وعدو ساتونکي وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په امانت کې خیانت د منافق علامه ګڼلې ده: آية المنافق ثلاث: إذا حدَّث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان. متفق علیه. ژباړه: د منافق علامې درې دي، کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې وعده وکړي مخالفت یې کوي او کله چې امانت وروسپارل شي، خیانت په کې کوي.

امانت په دوه قسمه دی

۱ــ په حقوق الله کې امانت لکه لمونځ، روژه، زکات او نور عبادات په امانت دارۍ ترسره کول.

۲ــ په حقوق العباد کې امانت لکه په بیت المال او د بندګانو په نورو حقوقو یا مالونوکې امانت داري

امانت په ټولو شیانو کې ضرور دی،خو په بیت المال کې تر نورو شیانو امانت داري ډیره ضرور ده، ځکه بیت المال خو د ټولو مسلمانانو مشترک مال دی او هر مسلمان فرد په کې برخه لري نو که خدای مکړه خیانت په کې وشي نو جبیره یې بیا نه کیږي ځکه دا تقریبا ناممکنه ده چې هر مسلمان ته بیرته هغه ضائع شوی مال ورکړل شي او یا له هر فرد څخه بخشش وغوښتل شي.

په جهادي ډګر کې هغه وسلې، مهمات، مختلف وسائل، موټر، بیلابیل سامان آلات او پیسې چې د کوم مجاهد شخصي ملکیت نه وي، بلکې د ټولې ډلګۍ یا امارت مربوط بلل کیږي، دا ټول شیان په بیت المال کې راځي او ساتنه یې پر هر مجاهد لازمه ده. هر مجاهد د خپل شخصي مال نه زیات باید د بیت المال له شیانو سره محتاط واوسي تر څو خدای مکړه بې ضرورته استعمال نه شي یا اصراف په کې ونه شي.

واقعي مجاهد د بیت المال په شان له هغو وسائلو سره هم ډیر محتاط وي چې عام خلک یې مجاهدینو ته د امانت په ډول ورکوي. ځکه که خدای مکړه شهید شي او د خلکو امانتونه یې په غاړه کې پاته وي یا یې په کې خیانت کړی وي، نو په دې سره به یې اجر او عاقبت ته لوی زیان ورسیږي.

…………………………

پنځم: نیک اخلاق

اخلاق په لغت کې خوی ته ویل کیږي او په اصطلاح کې د انسان  هغه مزاج یا طبیعت ته وایي چې انساني افعال او اقوال پرته له فکر او تکلف په آسانۍ ترې صادریږي.

واقعي مجاهد هغه دی چې خوش اخلاقه وي، له عامو مسلمانانو سره په نرمۍ، محبت او اخلاص چلند کوي. سلام اچول، په پراخ تندي او مینه له خلکو سره مخامخ کیدل، احترام ساتل،د خبرو او مجلس آداب رعایت کول، د یوچا خبرې ته ښه غوږ نیول، په مینه او پراخ تندي ورسره مجلس کول، له بې ځایه غوسې، سختۍ، مسخرو، تحقیر او ښکنځلو څخه ځان ساتل، د خلکو مشوره اخیستل او یا ښه مشوره ورکول، له خلکو سره د هغوی په کارونو کې مرسته کول، د بې وسو لاسنیوی او تر خپله وسه ورسره همکاري کول، له خلکو سره د اخلاص، صدق او امانت معامله کول او له  دروغو، خیانت، چل ول او دوکې څخه ځان ساتل، د اسلامي ټولنې هر مشر ته د خپل پلار، هر کشر ته د خپل اولاد او هر همځولي ته د خپل ورور په نظر کتل او د مخامخ چلند په وخت کې داسې فکر کول لکه له همدې سکنیو خپلوانو سره چې مخامخ یم. دا او ټول هغه ښایسته خویونه نیک اخلاق ګڼل کیږي او ترسره کول یې پر هر مسلمان خصوصا هرمجاهد ته په کار دي.

په حدیث شریف کې راځي: عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إن الرجل ليدرك بحسن خلقه درجات قائم الليل صائم النهار. (رواه أحمد والحاكم)   ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنهاروایت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وویل: بې شکه یو سړی په نیکو اخلاقو د هغه چا مرتبه پیدا کولای شي چې د ورځې روژه او د شپې په عبادت ولاړ وي.

همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ما من شيءِ أثقلَ في الميزان مِن حُسن الخُلق . رواه ابوداود. ژباړه: د حساب په تله کې له  نیکو اخلاقو زیات دروند شی نشته.

ښه او نرم اخلاق له هر چا سره خوند کوي، خو ډیر خوند له هغه چا سره کوي چې واک، ځواک او بالادستي ولري. نو ځکه باید مجاهدین د وسلې، قوت او منصب له امله په خلکو تکبر ونه کړي، بلکې که په مسلح حالت کې له خلکو سره مخامخ کیږو نو باید داسې فرض کړوچې که له موږ سره وسله، منصب او قوت نه وای له دې مسلمانانوسره به مو چلند څه ډول وای؟ باید هماغسې عادي چلند ورسره وکړو. همدا غوره اخلاق دي.

و ما علینا الا البلاغ

Related posts