اګست 10, 2020

افغانستان د ۲۰۲۰ میلادی كال د جون په مياشت كې

افغانستان د ۲۰۲۰ میلادی كال  د جون په مياشت كې

احمد فارسی:

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

لكه څنگه چې د تېرو مياشو په راپورونو كې يادونه شوې، له أمريكا سره د سولي له تړون وروسته د مجاهدېنو عمليات تر يوې كچې راكم شوي دي، د جون مياشي په اوږدو كې مجاهدېنو دفاعي حالت غوره كړی او يرغليز بريدونه يې درولي و، خو بياهم د دې دفاعي حالت په جريان كې د دښمن يو شمېر افراد مړه او ژوبل شول، همدارنگه يوه ولسوالۍ هم په دې مياشت كې فتحه شوه،

 د كورنيو مزدورانو زيانونه:

د جون په مياشت كې د مجاهدېنو د بريدونو له كمښت او د دفاعي حالت غوره كولو سربېره د كورنيو مزدورانو د مرگژوبلي لړۍ اوږده ده، خو كره احصائيه يې نده ترلاسه شوې، دلته د دښمن د زيانونو څو پېښي د بېلگې په ډول راوړو:

د جون مياشنې په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ د نامالومو كسانو له لوري د كاپېساولايت د ترافيك آمر او د بدخشان په وردوج كې د داعش يو قوماندان د مچاهدېنو له لوري ووژل شو، د جون پر۳مه د چهار شنبې په ورځ د پكتيا سيدكرم ولسوالۍ أكنيه قوماندان چې غوښتل يې له مجاهدېنو سره په جگړه اوښتو افرادو مرستې ته ځان ورسوي د مجاهدېنو په كمين كې ووژل شو، په همدې ورځ په لوگر كې د داخلې وزارت اړوند پخوانی د جاسوسي استخباراتي ادارې لوړ رتبه غړی ووژل شو، د جون ۹مه د سې شنبې ورځ د دايكنډي ولايت كجران ولسوالۍ د جنايي آمر د مرموزي وژنې شاهده وه، په همدې ورځ په لوگر كې د كابل مزدورې ادارې يو پخوانی سناتور او د بلخ شورتپې ولسوال او يو د اربكيانو قوماندان له مجاهدېنو سره په مخامخ جگړه كې ووژل شول، د جون پر۲۰مه د هفتې په ورځ د هلمند نهر سراج ولسوالۍ په جگړه كې د مزدورې ادارې دوه د سرحدي پوليسو قوماندانان او د جون پء۲۹مه د دوشنبې په ورځ د ارزگان ولايت دهراود ولسوالۍ أمنيه قوماندان ووژل شول.

د جون پر۳مه د چهار شنبې په ورځ د كندز ولايت قلعه زال ولسوالۍ أمنيه قوماندان، د جون پر۷مه د د يكشنبې په ورځ دارزګان ولايت د گېزاب ولسوال، د جون پر۸مه د هرات اولغمان ولايتونو كې مزدوري ادارې دوه لوړ پوړي قوماندانان، د جون پر۱۰مه د چهارشنبې په ورځ د مزدوري اردو د جلب قوماندان، د جون پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ د ارگ د ځانگړې قطعې قوماندان او د جون پر۱۵مه د فارياب ولايت يو د ملي أمني ډگروال او يو د اربكيانو مشهور قوماندان د كرونا له أمله له منځه لاړل.

د دښمن پر يادو زيانونو ورهاخوا د جون پر۱۷مه د چهار شنبې په ورځ د هرات په فارسي ولسوالۍ كې يوه نظامي چوركه را نسكوره شوه.

د ولسي خلكو زيانونه او ځورونې:

د سولي له له تړون را وروسته د ولسي وگړو زيانونه هم تر يوې اندازې راكم شوي و، خو تېري دوه مياشتي د يادو زيانونو د بيا زياتېدو شاهدې وې، د جون پر لومړۍ نېټه رسنيو خبر وركړ چې د تخار ولايت په ينگي قلعه كې مزدورو عسكرو د ولسي خلكو په استوگن ځايونو ډزي كړې چې له أمله يې د خلكو گڼ شمېر كورونه ويجاړ او وركې يو شمېر وگړي هم پر شهادت ورسېدل، پر همدې ورځ په ننگرهار ولايت كې د تش پر نوم پالمان يو پلاوي له خبريالانو سره په خبرو كې وويل  چې په ياد ولايت كې پرجنازه د تېري مياشتي خونړي بريدونه د حضرت علي پر نوم د شمال ټلوالي يو بدنام مشر او د اوسني دولت له ملاړه برخمندو افرادو له لوري ترسره شوی و.

د جون پر۵مه د جمې په ورځ په غزني كې مزدورو عسكرو پر ولسي كورونو ډزي وكړې چې پكې يو شمېر وگړي ووژل شول، د جون پر۸مه د دوشنبې په ورځ د پروان ولايت شينوارو ولسوالۍ كې د أمنيت ځانگړو ځواكونو۴ولسي وگړي ووژل، د جون پر۱۳مه د هفتې په ورځ د لوگر ولايت كې مزدورو عسكرو د يوې كورنۍ۴مېرمني په شهيدانې كړې.

د جون پر۱۵مهد دوشنبې په ورځ د كابل مزدورو عسكرو د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې۲۰۰دوكانونه ويجاړ كړل، د جون پر۲۵مه د پنجشنبې په ورځ په بلخ ولايت كې د مزدورې ادارې د عسكرو د بمبار له أمله د يوې كورنۍ۹تنه ولسي وگړي شهيدان شول، همدارنگه د كاپېسا ولايت په تگاب ولسوالۍ كې هم دوه ماشومان شهيدان شول.

د جون پر۲۹مه ددوشنبې په ورځ مزدورو عسكرو د هلمند په سنگين ولسوالۍ كې د پير او پأور په يوه بازار/گنج بريدونه وكړل چې پكې د ماشومانو په گډون گڼ هېوادال په شهادت ورسېدل، مزدورې ادارې په ټوله سپين سترگۍ د يآد بريد پءړه د مجاهدېنو په غاړه ور واچوله، خو د يوناما څېړنيزي ادارې او ځيني نورو بيا په تائيد سره وويل چې داسي نښي شته چې ياد بريد مزدورو عسكرو ترسره كړی دی.

د دې تفصيل د اسلامي امارت رسمي سائټ په ځانگړي راپور كې كتلای شی..

د دښمن تسلیمۍ:

د سولي له تړون او د فتحي د نښو له راښكاره كېدو وروسته له مجاهدېنو سره د دښمن له ليكو د پيوستون لړۍ پيل شوه او د جون مياشت كې هم په زور كې روانه وه، په ياده مياشت كې د دښمن له۹۰۰تنه زيات وسلوال أفراد له مجاهدېنو سره يوځای شوي دي.

په دې لړ كې د جون مياشتي پر۲مه د سې شنبې په ورځ د تخار په نمك آب ولسوالۍ كې د۲قوماندانانو په گډون د دښمن۱۴تنه مسلح افراد تسليم شول، ورپسې په سباورځ د بلخ په۵بېلابېلو ولسواليو كې۴۰تنه نورو هم د مزدوري ادارې ليكي پرېښودې او له مجاهدېنو سره يوځای شول، د جون پر۴مه د پنجشنبې په ورځ د ننگرهار أمنيه قوماندانۍ يو تن پوليس له رنجر موټر سره تسليم شو، د جون ۶مه د هفتې ورځ هم په بغلان كې د دښمن د لسگونه تنه عسكرو او پوليسو د تسليمۍ شاهده وه.

د جون پر۱۱مه د پنجشنبې په ورځ د بغلان پلخمري ولسوالۍ كې لسگونه تنه مزدور عسكر او د جون پر۱۳مه د هفتې په ورځ لوگر كې هم لسگونه نور عسكر له مجاهدېنو سره يوځای شول، د جون پر۱۸مه د پنجشنبې په ورځ په پكتيا كې۱۷تنه او په بغلان كې۴۹نور عسكر تسليم شول، په سبا ورځ يې د بلخ په۷ولسواليو كې د كابل مزدوري ادارې۵۴تنه عسكر له مجاهدېنو سره يوځای شول، همدارنگه د جون پر۲۶مه د زابل ولايت ولايي شورا يو غړی له مجاهدېنو سره يو ځای شو، پر همدې ورځ په سمنگان ولايت كې د تلاشۍ د پوستې لس تنه له مجاهدېنو سره يو ځای شول، ورپسې د جون پر۲۸مه د يكشنبې په ورځ په ميدان وردگو كې د يوې پوستې عسكر مجاهدېنو ته تسليم شول.

د اسلامي امارت له مجاهدېنو سره د يوځای شويو افرادو كره شمېره د اسلامي امارت جلب او جذب كمېسيون د ځانگړو راپورونو كې لوستلای شئ.

د بنديانو تبادله:

د سولي د تړون له مخې بايد تر اوسه۵۰۰۰مجاهد بنديان او۱۰۰۰هم د مزدورې ادارې بنديان پرېښودل شوي وای، دا پروسه د كابل مزدوري ادارې له لوري د سونزو زېږونو سره مخ شوه، خو د جون مياشې په اوږدو كې دا پروسه يوځل بيا گړندۍ شوه، او له دواړو خواو د گڼ شمېر بنديان پرېښودل شول، خو بياهم د ليست۵۰۰۰مجاهدېنو له جملې يو شمېر لاهم د كابل ادارې په زندانونو كې پراته دي.

الفتح عملیات:

د جون پر۲۸مه د يكشنبې په ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مجاهدېن په دفاعي حالت كې دي او يواځي د مزدورې ادارې د بريدونو پر وړاندې د دفاع په حال كې دي، د دې حالت په شتون كې هم مجاهدېنو زياتې لاسته راوړنې درلودې چې ځينو ته يې په لاندې ډول اشاره كوو:

د جون پر۵مه د جمې په ورځ په زابل ولايت كې د مجاهدېنو او د كابل ادارې مزدورو افرادو ترمنځ سخه نښته رامنځته شوه چې په ترڅ كې يې د دښمن۱۵تنه عسكر ووژل شول، د جون پر۹مه د سې شنبې په ورځ د بلخ په شورتپه ولسوالۍ كې يوه بله نښته رامنځته شوه چې په نتېجه كې يې د يادي ولسوالۍ ولسوال او د اربكيانو قوماندان هم پكې د وژل شويو له ډلې و، د جون پر۱۵مه د دوشنبې په ورځ د كاپېسا په تگاب ولسوالۍ كې د دښمن لس تنه كمانډويان له مجاهدېنو سره په نښته كې ووژل شول.

د جون پر۲۱مه د يكشنبې په ورځ د زابل اټغر ولسوالۍ په داسي حال كې د مجاهدېنو لاس ته ورغله چې عسكر او پوليس ترې تښتېدلي او ولسوالۍ يې له جگړې پرته پرېښوده، د جون پر۲۴مه د چهار شنبې په ورځ د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې لس تنه كمانډويان د مجاهدېنو د عملياتو په ترڅ كې ووژل شول.

اشغالگرو ځواكونو د وتلو لړۍ:

د جون مياشتي پر۱۹مه د جمې په ورځ رسنيو خبر وركړ چې د تړون د توافقاتو پر بنسټ تر اوسه۳۴۰۰امريكايي عسكر له افغانستانه وتلي دي، ورپسې د جون پر۲۷مه د هفتې په ورځ سې اين اين خبري شبكې خبر وركړ چې پنټاگون د۴۰۰۰نورو عسكرو د ايستلو پلان بشپړ كړی او ډېر زر به يې د وتلو لړۍ پيل شي.

د دېني عالمانو وژنې:

وروسته له هغه چې د كابل مزدوره اداره په هر ډگر كې له ماتې سره مخ شوې، اوس يې د هغو خلكو پر وژنه لاس پوري كړی چې تر پرون ورځي يې ملاتړي و او دا مهال يې سولي ته د ولس او هېواد د اړتيا خبري كولې، په همدې لړ كې د جون پر۲مه د سې شنبې په ورځ د وزير اكبرخان جامع جومات خطيب اياز نيازی په مسجد كې دننه ووژل شو، اسلامي امارت دغه وژنه د مزدوري ادارې له كړنو د شمېرلو ترڅنگ د عالمانو په وژنه كې هر ډول لاس لرل رد كړل، د همدې جناياتو په دوام كې د جون پر۱۲مه د جمې په ورځ د شير شاه سوري جامع جومات خطيب هم ووژل شو، د سيمي خلكو خبريالانو ته وويل چې يوه شپه مخكې ياد جمات د أمنيت له لوري له پلټنې وروسته د ورځي تر۱۱بجو بند و، شواهد ښيي چې پّ دغه چاودنه كې كارول شوی ماين په زيات مهارت له منبر لاندې ښودل شوی و، د دې پېښي په سبا ورځ يو بل دېني عالم په تخار ولايت كې هم په شهادت وروسول شو.

د جون پر۱۵مه د دوشنبې په ورځ په فراه ولايت كې عسكرو يو دېني عالم له څو تنه حافظانو سره په شهادت ورساوه.

د اسلامي امارت مجاهدېنو د داعش يوه ډله افراد ونېول چې د هغوی په اعتراف د كابل مزدورې ادارې د ملي أمنيت پخواني رئيس په مرسته او د ملي أمنيت د موټرو، وسلو او وسائلو په كارولو يې د عالمانو او نورو هغو افرادو په وژنه لاس پوري كړی چې د جگړې او د كابل مزدوري ادارې د جگړه ايزي پاليسۍ مخالف دي.

د ديموكراټو غلو كفن:

په كابل د مزدوري ادارې له رامنځته كېدو څخه غلاوي او فساد پيل شول، عامه شتمني، دولتي عوائد او بالآخر د هېوادوالو شخصي ملكيتونه هم چور او لوټ شول، سلگونه ميلون ډالر په گڼو ډولونو غلا او چور شول، اوس چې ځيني هېوادونو له كرونا سره د مبارزې په موخه له يادې ادارې سره مالي او اړېنو وسائلو مرستې وكړې، دغو له خدای نه وېرېدونكو غلو په ناروغانو هم زړه سوی ونكړ، نه يواځې نغدي پيسې يې غلا كړې، بلكې مرسته شوي وسائل يې هم ليلام ته وړاندې كړل تر دې چې گاونډيو هېوادونو ته يې هم ځيني دغه وسائل قاچاق كړل، د دې غلا او فساد له أمله اوس په دولتي روغتونونو كې د كرونا ناروغان د اكسېجن نه لرلو له أمله ژوند له لاسه ور كوي، د جون مياشتي پّ اوږدو كې سلگونه هېوادوال په دولتي روغتونونو كې وفات شوي دي.

په اردو او پولیسو كې كم عمره هلكان:

د جون پر۲۸مه د يكشنبې په ورځ رسنيو د ملگرو ملتونو ترسر پرستي لاندې خبر وركړ چې د مزدوري اردو او فاسدو پوليسو په ليكو كې له كم عمره ماشومانو څخه جنسي استفاده كېږي، د كابل مزدورې ادارې داخلې وزارت د دغه خبر د منلو ترڅنگ وويل چې د دې وضعيت د كمښت جدي هڅي رواني دي.

Related posts