اګست 05, 2020

بلخ،د تعلیم او تربیې مسوولینو د چمتال ولسوالۍ له دیني تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

بلخ،د تعلیم او تربیې مسوولینو د چمتال ولسوالۍ له دیني تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې سیمه ییز مسئولین د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اړوند دیني تعلیمي ادارو ته د ښوونیزو چارو د څارنې په موخه ورغلي وو او د یادې ولسوالۍ له ۱۷ بابه دیني مدارسو، ۱۴ بابه دارالحفاظونو او ۱۵ بابه کلیوالي مدارسو څخه یې ليدنه وکړه.
دغو مسوولینو د یادې سیمې د تعلیمي مراکزو اداري او تدریسي چارې یې له نږدې څخه ولیدلې او نیمګړتیاوې یې ورته په ګوته کړې.
ترڅو یادو ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له لوري ورکړل شوې درسي تګلاره په ښه توګه تطبیق شي.
یادو مدارسو سره د دیني کتابونو او قرانکریمونو مرسته هم وشوه او هغوی د تعلیم او تربیې له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، له تعلیم او تربیې سره د اسلامي امارت په مینه او مرسته یې ډاډ څرګند کړ او خوښي یې وښوده چې د تعلیم او تربیې مسؤلین یې وخت په وخت پوښتنه کوي، د حالاتو نه یې خبر اخلي، له نږدې څخه د دوی تدریسي او اداري چارې ګوري او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې ستونزې ور حل کوي.
۲۰۲۰/۷/۴ م

Related posts