اګست 09, 2020

فرهنګي غازیانوته ولې نړۍ ګوته په غاښ ده؟

فرهنګي غازیانوته ولې نړۍ ګوته په غاښ ده؟

منصورافغان غزنوي:

الفتح عملیات د افغان ولس د روان برحق جهاد او مقدسې مبارزي د رنګ راوړلو او برخلیک ټاکونکو شیبو نوم اوکال وو، چې د الله تعالی په نصرت یې له غلیم څخه جهادي او سیاسي میدان وګاټه، هغوئ یې د غرور او خود خواهۍ له بامه راګوزار کړل او د افغانانو د ملي خپلواکۍ ګټلو برحقه اسلامي داعیه یې ورباندې تسلیم کړه.
په داسې حال کې چې د الفتح عملیاتو په جریان کې سنګر میشته اتلانو په مورچلونو او سنګرونو کې له خپل دښمنه ارام اخیستی و او په سیاسي ډګر کې د افغان ولس ویښو سیاسي استازو بیا د نړۍ له مغرور او مکار طاقت سره د اشغال دخاتمې په سر د مذاکراتو سخت پړاوونه ترسره کول.
د اسلامي امارت د سنګر او دفتر بریاوو ته انعکاس ورکول، ولس او نړیوال ترې خبرول او بالآخره د مورچل او سیاست په ډګرونو کې د میړنیو مجاهدینو لاس ځواکمنول یو ستر مسؤلیت و، چې لله الحمد د اسلامي امارت فرهنګي کمېسیون په خپل ټول وس او توان سره اوږه ورکړې وه او دغلیم دمجهزو تبلیغاتي ماشینونو زهر او پروپاګندیې تس نس کول.
د فرهنګي چارو کمېسیون د هر ولایت جهادي خبرونه، دمجاهدینو د هرې غزا او سرښیندنې حماسې او جریان په ساعتونو څه چې په لحظو لحظو کې د هیواد دننه او بهر رساوه.
د فرهنګي سنګر د دغو مخلصانه هڅو نتیجه وه چې دامارت د سنګر او دفتر وحدت او هماهنګي یې په زیات درایت او تدبیر سره وځلوله او دښمن ته یې فرصت په لاس ورنکړ ترڅو د مجاهدینو او ولس اذهان مشوش او مختل کړي.
دکابل مشهورې ورځپاڼې ( شبکه اطلاع رسانې) په خپل یوه تحلیل کې ویلي دطالبانو مطبوعاتي نظم اوانسجام چې هم یې خپل پوځي بریاوي او هم سیاسي لاسته راوړنې په څومره سرعت او ځیرکتیا منعکسي او پرمخ یووړي د کابل رژیم تبلیغاتي ذرائع، ویندویان او چارواکي یې له لوی خجالت او سربدالی سره مخ کړي وو.
دپاکستان مشهور محلل رحیم الله یوسفزی وایی دطالبانو مطبوعاتي افراد خپلو افکارو ته سخت ژمن او وفادار دي دوئ دخپلو کمو ذرائعو په مټ خپل جنګیالي او هم خپل ولس په اعتماد کې ساتلي او تر ټولو اهمه خبره داده چې طالب سیاسیونو او پوځي چارواکو ترمنځ چې کومه د باور فضا شتون لري او څوک یې ترمنځ درزونه نشي اچولي په دې برخه کې هم د طالبانو فرهنګي غړي او لیکوالان موثر رول لري

Related posts