اګست 08, 2020

پکتیکا: ګومل کې د دعوت او ارشاد لخوا اصلاحي غونډه وشوه

پرون د پکتیکا ولایت، ګومل ولسوالۍ اړوند زنګي اډې بازار کې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا اصلاحي غونډه جوړه شوه، چې پکې د چهاربران، شکين، سروبي، ګومل او څېرمه سیمو علماء کرامو او مجاهدینو ګډون کړی و،  دغې غونډې ته د ۴ ولایتونو لپاره د اسلامي امارت لخوا د دعوت او ارشاد مسؤل شیخ عبدالناصر صاحب ترڅنګ د پکتیکا د دعوت او ارشاد مسؤل هم د اسلامي اخلاقو، له ګونډو او یتیمانو سره د ترحم او شفقت، د مجاهدینو تر منځ د اتحاد او همکارۍ، له مزدور رژیم څخه د ځوانانو را ایستلو او نورو ګڼو موضوعاتو په اړه تفصیلي او ګټورې وینا ګانې وکړې، چې د ګډونوالو په ګرمو احساساتو بدرګه شوې.

همداراز د امیرالمؤمنین د عفوي فرمان او روانو سیاسي جریاناتو باندې رڼا واچوله شوه او د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

دوی په یوه خوله د کابل ادارې له ټولو کار کوونکو وغوښتل چې د یو اسلامي نظام او هیواد ته د تل پاته سولي راتلو په مخکې د خنډ کېدو پر ځای دي له جګړې لاس واخلي او د هیواد تر پوره استقلاله دي د مجاهدینو تر څنګ د وروڼو په څېر ودرېږي.

2020/7/7

Related posts