اګست 15, 2020

بین الافغاني خبرو کې ځنډ، د څه لپاره؟!

بین الافغاني خبرو کې ځنډ، د څه لپاره؟!

د ورځي خبره:

اسلامي امارت او امریکا د دوحې په تړون کې موافقه کړې چې د اسلامي امارت او کابل رژیم ۵۰۰۰+ ۱۰۰۰ تنه اسیران به سره تبادله کیږي او دتړون له لاسلیک څخه لس ورځې وروسته( دمارچ په لسمه) به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خو په ډیر تاسف سره چې له یادې شوې پریکړې څخه څلور میاشتې وروسته نه یوازي داچې بین الافغاني خبرې پیل شوې نه دې، بلکې ورځ په ورځ یې د ځنډ لاملونه ډیریږي.
کابل رژیم ویلي چې (داسلامي امارت او امریکا ترمنځ د موافقې په اساس) د ۵۰۰۰ مجاهدو اسیرانو له جملې ۶۰۰ یې نه خوشي کوي، کابل ادارې د بندیانو په تبادله کې وخت ناوخت ډير خنډونه ایجاد کړي او لا هم هڅې کوي چې د زندانیانو دخلاصون لړۍ وځنډوي او په پایله کې یې بین الافغاني خبرې له خنډ سره مخ شي.
له سولې سره دکابل رژیم دښمني دلمر په څېر روښانه ده،ځکه د سولې لپاره چې اوس کوم شرایط او امکانات برابر شوي، مخکې یې ساری نه و، نو کوم جهت چې د سولې لپاره په اوسنیو مساعدو شرایطو کې هم دجګړې اعلانونه کوي، بېله شکه دجګړې اور ته لمن وهي او خپلې ناروا ګټې دافغانستان په ورانۍ او دمظلوم ولس په دربدرۍ او جنګ کې لټوي.
اسلامي امارت دفساد، جنګ او ظلم له منځه وړلو او د یو عادلانه نظام رامنځته کولو په موخه تاسیس شوی، موږ خپلو لوړو اهدافو ته ژمن یو او د ټولو ممکنه مشروع لارو یې د ترلاسه کولو کوښښ کوو. هر جهت چې د سولې مخه نیسي، جګړې ته دوام ورکوي او دګران هیواد اشغال ته پایښت ورکوي،د جنګ ځپلي ولس له ګرفت څخه به خلاص نشي او دجګړې د دوام، دیرغلګرو د چوپړ او دفساد او ظلم حساب به ولس ته ورکوي.
اسلامي امارت د دوحې توافقنامې ته ژمنتیا په اثبات رسولې،له خپل لوري یې ټول شرایط دمهال ویش سره سم پوره کړي، نو امریکا هم باید داسلامي امارت سره په ترسره کړو ژمنو عمل وکړي او بل چاه ته هم اجازه ورنه کړي چې د توافقنامې په عملي کیدو کې خنډونه ایجاد کړي، د اسیرانو په خلاصون کې چې کابل رژیم کومې ناغیړۍ کوي،امریکا هم دې برخه کې له ملامتیا ځان نشي خلاصولای، ځکه همدا رژیم د امریکا له لوري رامنځته شوی، روزل شوی، تغذیه شوی او همدا اوس د امریکا په پوځي، سیاسي او اقتصادي مرستو متکي دی.
ارګمشر غني او پر راټول شوي تکنوکراتان او جنګسالاران په سوله کې دخپلې چوکۍ او شخصي ګټو تاوان ویني، ځکه دوی داهلیت او وطن دوستۍ پر بنسټ نه، بلکې یرغلګرو ته دخدمت په بدل کې تر همدې پوسټونو رسیدلي،د اشغال دخاتمې په صورت کې نه دوی افغانستان خپل کور ګڼي او نه هم افغان ولس دوی ته د رښتینو افغانانو په سترګه ګوري، امریکا چې دا نولس کاله خپل خدمتګاران پر افغان ولس تپلي وو، نور باید همدې لوبې ته د پای ټکي کښېږدي، د اسلامي امارت سره دامضاء شوې توافقنامې په اساس ژر تر ژره باید ټاکل شوی شمېر اسیران ازاد کړي چې بین الافغاني خبرې پیل شي او افغانان دخپلې خوښې اسلامي حکومت جوړ کړي.

Related posts