اګست 09, 2020

ارزګان: دهراود ولسوالۍ کې بېلابېلو سیمو کې د پنځه بابه دیني مدرسو افتتاح وشوه.

ارزګان: دهراود ولسوالۍ کې بېلابېلو سیمو کې د پنځه بابه دیني مدرسو افتتاح وشوه.

د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند دمیاندو سیمه کې د یوې دیني مدرسې افتتاح و شوه او د پرانیستلو په مراسمو کې یاده مدرسه د (عثمانیه)  په نوم ونومول شوه.
دوهم: دیادې ولسوالۍ دککرکې په سیمه کې یوباب دیني مدرسه ( دحنیفیه) په نوم پرانبستل شوه.
دریم: دهمدي ولسوالۍ دمیاندوپه سیمه کې دیوباب کلیوالي مدرسي افتتاح شول د( دارالعلوم میاندو) په نوم ونومول شوه.
څلورم: همدارازدنوموړي ولسوالۍ عمرانزائي په سیمه کې دیوباب کلیوالي مدرسي افتتاح و شوه د( دارالعلوم شرعیه) په نامه ونومول شوه.
پنځم: دنوموړې ولسوالۍ اړونددشینغولي په سیمه کې یوباب کلیوالي مدرسه د( نعمانېي) په نوم پرانیستل شوه
یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا ووپه ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده چې ددې مدرسو دتمویل کارد سيمې علماءکرامو او ولسي مخورو ترسره کړی.
دوشنبه: ۱۴۴۱/۱۱/۱۵ هق 6/7/2020م

Related posts