اګست 09, 2020

لوګر:ازرې ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو له لوري تعلیمي غونډه تر سره شوه

لوګر:ازرې ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو له لوري تعلیمي غونډه تر سره شوه

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې د دیني مدرسو او ښونځیو د مسؤلینو او استاذانو تعلیمي اوتربیتي غونډه جوړه شوه.
چې پکې د یادې ادارې په مسئولینو سربیره علماء کرامو، د اسلامي امارت د نورو ادارو مسؤلینو او قومي مخورو هم ګډون کړی درلود.
دغونډې ګډونوالو ته د تعلیم اوتربیې لوائح اومقررات بیان شول، او د مدارسو او مکاتبو مسئولین یې وهڅول چې د شاګردانو د لاښه روزلو او په تدریسي برخه کې ګټور اوګړندي ګامونه واخلي.
همدارنګه، غونډو ته علماء کرامو هم هر اړخیزې ویناوې وکړې او د تعلیم او تربیې ارزښت او اهمیت بیان کړ، همداراز د غونډې ګډونوالو هم د تعلیم او تربیې له مسئولینو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅې یې دقدر وړ وبللې او له خپل لوري یې د هر راز مرستو ژمنې وکړې.
2020/07/07

Related posts