اګست 05, 2020

د بلخ ولایت په چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې دوه بابه دیني مدرسې افتتاح شوې

د بلخ ولایت په چاهي او چهاربولک ولسوالیو کې دوه بابه دیني مدرسې افتتاح شوې

د بلخ ولایت د پوهنې د ځايي مسئولینو او د ولسي خلکو په زیار او هڅو د چاهي او چهار بولک ولسوالیو کې دوه بابه دیني مدرسې افتتاح شوې.
یادې مدرسې چې یوه یې د چاهي ولسوالۍ اړوند په قلتاق سیمه کې د امام بخاري په نوم او دویمه یې د چهاربولک ولسوالۍ اړوند دوطني سیمه کې د دارالعلوم حنیفیه د جلاجلا غونډو په ترڅ کې پرانيستل شوې.
په دې غونډو کې چې په همدې موخه جوړې شوې وې، د دغه ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې دسیمې خلکو ته وویل چې دوی به په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي، په ځانګړې ډول له دیني مدرسو سره هر ډول مرستو او همکاریو ته چمتو دي.
د پوهنې مسئولینو د سیمې له قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل چې د دیني مدارسو او نورو درسي خونو، دارالحفاظونو او کليوالي مدرسو په جوړولو او ورته د امکاناتو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د یادې مدرسې ټول مالي لګښتونه لکه د استاذانو معاشات، د زده کونکو اعاشه او اباته او نور مصارف ولس په خپله غاړه واخیستل.
د یادونې وړ ده چې د امام بخاري رحمه الله په مدرسه کې او سمهال ۶۰ تنه طالب العلمان د ۳ تنو استاذانو تر سرپرستۍ لاندې لیلیه مېشت دي او د حنفیه مدرسې د ودانۍ چارې يې په ينځه جریبه ځمکه کې پیل شوې دي.
۲۰۲۰/۷/۷

Related posts