اګست 15, 2020

سیاسي دوسیې ولي په جنایي بدلیږي،…!؟

سیاسي دوسیې ولي په جنایي بدلیږي،…!؟

د ورځي خبره:

د کابل ادارې د محبسونو د چارو تنظیمونکې ادارې له قوله رسنیو خبر ورکړی چې د ۵زره بندیانو له ډلي د ۶۰۰ تنو په اړه، د کابل اداره ځیني حقوقي ملاحظات لري، دوی وایي چې د طالبانو له لورې د ۵ زره کسانو په ورسپارل شوي لیست کې نژدې ۶۰۰ هغه کسان دي چې جنایی او حقوقي دوسیې لري، ځکه یې د خوشي کیدلو شونتیا کمه ده.
تر دې وړاندي هم څو ځله د بندیانو د خلاصون په لړ کې د دا ډول خنډونو د اچولو هڅي شوې، مثلاً ویل شوي وو چې د ملګرو ملتونو د تورلیست مسئله لا تراوسه حل شوې نه ده، دویم ویل شوي وو چې د دوحې په تړون نامه کې هم داسي نه دي لیکل شوي چې پوره پنځه زره به وي، بلکي داسي ویل شوي چې تر پنځه زره پوري بندیان به آزادیږي.
په دې اړه باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د تورلیست خبره د افغانستان په زندانونو کې خصوصاً په دې پنځه زره کسیز لیست پوري اړه نلري ځکه چې په دې بندیانو کې هیڅ داسي کس نشته چې د ملګرو ملتونو په تورلیست کې دي داخل وی. دا پلمه بیځایه ده.
د قانوني پیچلتیاوو خبره هم ځکه د منلو نه ده چې د بندیانو د خلاصون پروسه خو د یو تعاهد له مخي پیل شوې، دلته خو جانب مقابل ملزم دی چې خپل ټول قانوني حدود به ماتوي، که داسي ونکړي، نو دا پروسه بیا پرمخ نشي بیولای، او یو بندي هم د دوی د اصولو له مخي د خلاصون وړنه و.
بل دا چې پر یادو بندیانو د جنایي دوسیو تور لګول، معقول نه دی ځکه چې دوی خو دا کسان نیولي هم له مجاهدینو سره د تړاو په تور دي، ساتلي یې هم تراوسه د سیاسي بندیانو په کټګورۍ کې دي. نو اوس یې د جنایی بندیانو په لیست کې اچول، هسي یوه بهانه ده.
درېیمه خبره دا چې د دوحې په تړون کې د پوره پنځه زره بندیانو نه بلکي، د (تر پنځه زره ) خبره شوې، د دې مطلب هیڅکله دا نه دی چې په سلګونو یعني دوه درې سوه بندیان دي، ایسار شي، بلکي دا خبره د دې لپاره شوې چې که فرضاً دوه، درې، پنځه یا شپږ کسان پاتي وي، هغه هم د داسي مشکل په وجه چې د طرفینو د قناعت په صورت کې ومنل شي، که دومره کسان پاتي شي، نو له امله یې باید مذاکراتي پروسه معطله نشي.
اما اوس که جانب مقابل له دې ټکي نه په استفادې د سلګونو بندیانو د راګرځولو خبره کوي، دا معقوله نه ده، او دا پروسې ته نقصان رسولای شي
د اسلامي امارت موقف ډېر واضح دی، د افغانستان د سولې پروسه باید د دوحې د تړون سره سمه پرمخ ولاړه شي، که چیري له دې نه پرته بله نقشه عملي کیږي او یا د نورو پټو مقاصدو په خاطر خنډونه او بهاني پکي رامنځ ته کیږي؛ ښکاره خبره ده چې پروسه مختله کیږي. نو اسلامي امارت له دې پرته پر کومه بله نقشه باور نلري..
اسلامي امارت له خپله اړخه، د تړون هر بند ته په تمامه معنی ژمن دی، جانب مقابل هم باید خپله ژمنتیا وپالي، نو که بندیان د سلګونو په شمېر کې ایساریږي، مانا یې دا ده چې د بندیانو د خلاصون کار تکمیل شوې نه دی، چې له امله یې د سولې پروسه تخریبیږي.
پای………..!!
2020 – 7- 7

Related posts