اګست 15, 2020

د عبدالجلیل اکا اوښکو او سلګیو د کاڼي زړه غوښت!

د عبدالجلیل اکا اوښکو او سلګیو د کاڼي زړه غوښت!

ليکوال: جاوید افغان

څه به احساس د بل د اوښکو وکړي!

چـــــــا چې په ټول عمر ژړلي نه وي!

د تېرو دوه لسېزو د اشغال څپو زموږ اکثر هيواد وال سخت وځپل، کورونه يې بمبار او د کورنۍ غړي يې په خورا بي رحمۍ سره د امريکايانو او د هغوی د داخلي  غلامانو له خوا په شهادت ورسيدل.انا لله و انا الیه راجعون.

د قربانیانو  له کورنیو څخه یو هم د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالجلیل اکا مشهور په ( جګړن صیب ) دی چې د کورنۍ ټول غړې يې د دښمن په وحشيانه چاپه کې په شهادت رسيدلي دي او  يوازې  دوه بچیان يې ژوندي پاتې دي او بس.

ما چې له عبدالجلیل اکا سره د تېر شوي وحشت او د نوموړي د کورنۍ  د بمبار په اړه مرکه لرله ډېر سخت يې و دردولم، خصوصا د نوموړي معصوم بچي حسیب الله جان چې د غم تېره شوې څپه راته انځوروله او د خپلي مورکۍ او خويندو د شهادت کیسه يې په وړه ژبه راته کوله سخت يې و ځورولم او هغه حالت بالکل د زغم نۀ ؤ چې له سترګو څخه يې د ملغلرو په شان ګرمې ګرمې اوښکې روانې وې

عبدالجلیل اکا د خپلي کورنۍ داستان راته پيل کړ، وای نیمه شپه وه بچیان او کورنۍ مي ټول په خواږه خوب بیده ول، چې یو ناڅاپه مي د طیارو اوازونه تر غوږ شول، ویل مي کېدای شي بلې خواته لاړې شي خو داسي ونشول او  د تقدير دا فیصله زما په بچیانو او کورنۍ باندې شوې وه، چې نور باید له دې  فاني دنیاګۍ سره مخه ښه کړي!

څه به دي سر خوږوم چاپه زما په کور شروع شوه، د مرمیو کړنګهار پيل شو ګڼې مرمۍ مي د کور په داخل کې په کړکیو او ديوالونو باندې و لګېدې، د ماشومانو ژړا او فریاد هيڅ د زغم نۀ ؤ او ټولې کورنۍ مي د الله الله نعرې وهلې.

راغلو یرغلګرو د مرمیو په ويشتلو زړه نشو یخ، نور يې وحشي طیارو ته د بمبارۍ امر وکړ او سخته قوي بمباري یې زما په کور باندې وکړه، تر دې چې يوازې  زه او دغه دوه بچي  مي ژوندي پاتي شوي ؤ او نور په جریان زه هم نیم خبر شوی ځکه زه خپله زخمي شوی وم ضُعف مي کړی ؤ چې رابیدار شوم په کابل کې په داسي حال کې بستر وم چې په لاسو او پښو کې مي هتکړۍ پرتې وې یو مي همدا بچی راسره ؤ، په اشاره سره سر هغه ۸ اته کلن  ماشوم ته و خوځاوه چې د ده تر څنګ ناست ؤ او په سترګو کې يې ډنډ اوښکې ولاړې وې!!

ماشوم ته مي مخ ور وګرزاوه او د تېر شوې وحشت په اړه  مي ترې و پوښتل؟

راته زیاته يې کړه!

شهیده شوې مور جانه او خوېندې مي ډېرې راته ياديږي، زه اوس هم داسي احساس کوم لکه ژوندي چې راڅخه ورک شوي يې ځکه ما يې نۀ جنازه ولیده او نۀ تابوت!

زه هغه وخت نه وم او له پلار جان سره کابل کې وم کله چې کورته راغلم کور مي ړنګ  مورجانه او خوېندې مي شهیدانې شوې وې، خصوصا مي هغه حالت بالکل نه هېرېږې چې زموږ نورو  کليوالو راته بیان کړ او دوي يې له خاورو څخه را ايستلي ول او دفن کړي ول.

زما د مکتب یوه ملګري راته و ویل وای چې ستا مورجانه مو چې کله له خاورو را اېستله هغې ستا وړوکې خوېندې په غېږه کې ټينګې نېولې وې!!!

د دې صحنې له ليدلو سره ټول ناست خلک سلګو واخیستل ، نور ماشوم د خبرو توان نه درلود خبره یې په وړه خولګۍ کې سلګیو واخېسته او ټول مجلس يې سخت وژړاوه!

يوازې دا یوه کورنۍ نه ده چې د کور څو غړې يې په شهادت رسېدلي دي، بلکي ډېری داسي خلک او کورنۍ موږ وليدلې او له حساب څخه وتلي دي چې کورونه يې بمبار شوي ول او د کورنۍ غړې يې په شهادت رسيدلي ول.

دا صرف د عبدالجلیل اکا د کور دغم داستان ؤ چې د نړۍ د سترو بشرپالو (!) امريکايانو او د دوی داخلي غلامانو له لورې يې کورنۍ بمبار شوې وه، او په زخمي حالت کې په هتکړیو تړلې د کابل په وزیراکبر خان روغتون کې بستر ول، باید و وايمه چې امريکايان + د کابل اداره به د وحشوتونو په ترسره کولو د ملکي افغانانو په شهیدانو سره کومه بریا ترلاسه نکړي، يوازې به د مجاهد ملت کرکه له ځانه زیاته کړي  او له جدي غبرګون سره به مخ شي، د دې کورنۍ سترګې د اسلامي امارت اسلامي نظام راتلو ته وي او بس!

په نننۍ نړۍ کې يوازې اسلامي امارت ده چې د مظلومانو اوښکې پاکې کړي او د مظلوم کړېدلي ملت آرمان پوره کړي  رب ته لاسونه لپه کوم چې نور مو هیوادوال د آرام او سکون ساه واخلي او د سکون ترڅنګ د شرعي نظام په سیورې کې د هر ظالم لاس نیوی  وشي.

و ماذالک علی الله بعزیز

Related posts