اګست 03, 2020

د شهید معتصم بالله «آخُندزاده» ژوند ته لنډه کتنه

د شهید معتصم بالله «آخُندزاده» ژوند ته لنډه کتنه

لیکوال: حبیب الله حیدري

زموږ ویاړلی تاریخ له پیړیو راهیسې په هر پړاو کې همیشه خورا ویاړلي شخصیتونه درلودلي دی. د دغو شخصیتونو او دتاریخ دتلپاتې څېرو له جملې که ځینو په علم، تصـوف،تصنیف، فرهنګ ، اجتماعي خدمت یا نورو برخو کې ستر کردارونه ترشاه پرې ایښـي،

مګر ډېر بیا داسې دي چې د جهاد د لارې سرسپارلي اتلان او دهمدې برحقې لارې ګلګون کفن شهیدان دي، چې تراوسه یې وروستي نسلونه په نوم او کارنامو ویاړ کوي.

موږ لکه څرنګه چې په تېر تاریخ کې د ویاړلو شخصیاتو غوندي ویاړلې کورنۍ هم درلودې، اوسنی جهادي دوران کی هم له دې ویاړه بې برخې نه یو . زموږ دهیواد په لراوبر کې ډېرې داسې جهادي کورنی شته، چې ټول ځوانان یې د جهاد، دین ساتنې او شهادت غوښتنې په روحیه روزل شوي او خپل ټول ژوند یې د الهي دین خدمت ته وقف کړی وي.

د داسې سترو ویاړمنو متدینو او جهادپالو کورنیو له جملې یوه هم د افغانستان د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالی د نازولي تنکي مجاهد معتصم بالله «آخُندزاده» تقبله الله کورنۍ ده.

شهید معتصم بالله «آخُندزاده» د شهید ملا باقی الله «آخندزاده» زوی د مرحوم مولوی لعل محمد لمسی په  (  ۱۳۷۹ ) هـ ش کال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې  په یوه دینداره او با عزته کورنۍ کې نړۍ ته سترګي  پرانیستې، نوموړی د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ د عبدالرحیم زی د کلی اوسیدونکی وو.

شهید معتصم بالله« آخُندزاده» تقریباً د ۱۳ کالو وو چی پلار یې شهید ملا باقی الله«آخُندزاده» چی د مور یو نازولی زوی وو،  د اشغالګرو مقابل جهاد کی د روژی په ۱۶ مه کال ۱۳۹۱ هـ لمریز کی د اشغالګرو د مزدورانو لخوا په شهادت ورسید. تقبله الله

د پلار د شهادت په مهال شهید معتصم بالله«آخُندزاده » کشر وو چه خدای جل جلاله یې پلار خپلی لِقاء ته وغوښت،  او بې پلاره  پاته شو ، خو مور بي بي یې په ده دینی او عصري زدکړي وکړې  مدرسه او ښونځی یی دواړه جوړه د بلخ ولسوالی د علم خیلو کلي د امام ابوحنیفه «رح» په مدرسه کی او ښونځی یې هم د همدې کلي د شهید رحمت الله لیسه  کی سره مخته یوړل، د دولسم ټولګی څخه فارغ شو او دینی زدکړي یې هم تر ډیره وویلې نوموړی ځیرک او ذهین طالب العلم وو، الله ﷻ په لوړی تقوا، استعداد، اخلاص، شجاعت، غیرت،  او حیاء برخه مند کړی وو.

خو د هیواد اشغال د خارجي اشغالګرو او داخلی چارواکو او اربکیو  مظالمو د نورو احساس لرونکو ځوانانو په څېر شهید معتصم بالله تقبله الله هم د خپل تعلیمي ژوند پای ته رسولو ته پرې نه ښود له ښونځي او مدرسې څخه د جهاد ګرم سنګر ته لاړ ، زدکړی یی نیمګړې پاتي شوې تر څو له خپل مظلوم ولس څخه د  دفاع لپاره خپله سینه سپر کړي او د هیواد او اسلام او مسلمانو دښمنان له خپل ټاټوبي وشړي.

دا د معتصم بالله اخندزاده تقبله الله په څېر ځوانانو  ایثار او سرښندنه ده، چې نن موږ د ډېرو سترو فتحو او سوبو شاهدان یو، دښمن مو تر هر وخت زیات شرمېدلی او وار خطا دی.

شهید معتصم بالله «آخندزاده» نژدې دوه کاله د جهاد مبارکه فریضه  اداء او مخته یوړه، نوموړی د ماینونو په جوړولو کې ښه ماهر وو،  په  لږ وخت او کم عمر کې یې دښمن ته غاښ ماتونکي ګذارونه ورکړل، ده له خپلو مجاهدینو ملګرو سره د بلخ — جوزجان په عمومي سړک د دښمن لپاره د پل صراط په څېر جوړه کړې وه او زیات تلفات یې ورته واړول.

د شهید معتصم بالله« آخُندزاده» میړانه او شهادت اشغالګرو او د هغوی لاس پوڅو غلامانو ته  څرګند پیغام لري، هغه دا چی دلته تاسي له داسي قوم سره مخ یاست، که پلار یې شهید شي زوی یې  ستاسي مقابل کې جهاد ته ادامه ورکوي او تاسي ته د دې مجال نه درکوي چې په دې خاوره خپله د افغانانو له خوښي پرته یو غیر اسلامي نظام حاکم کړئ،د همدې مجاهدینو سرښندني او قربانۍ به د بشپړ اسلامي نظام تر قائمېدلو پوري رواني وي .ان شاءالله

بالآخره شهید معتصم بالله «آخُندزاده» وروسته له یو نیم کال جهادي خدمت څخه د یکشنبې په شپه په   (نیټه ۱۳۹۹/۴/۱۶) هـ لمریز کال د شلو کالو په عمر د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن په یو ناځوان مردانه کمین کې د شهادت هغه مقام ته ورسید، چی رسول الله ﷺ یی په ځلونو ځلونو د لاس ته راوړلو دعا کړې وه.

نحسبه کذالک والله حسیبه

Related posts