اګست 11, 2020

په جوزجان کې ۲ عشر ټولوونکي له اولس سره په ناسم چلند مجازات شول

په جوزجان کې ۲ عشر ټولوونکي له اولس سره په ناسم چلند مجازات شول

د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲ تنه عشر ټولونکي (عاشرین) چې د عشر اخیستلو په مهال يې له خلکو څخه د دې پر ځای چې یواځې ټاکلی حق واخلي د مال ټول زکات غوښتی وو د اسلامي امارت د مسئولینو لخوا بندیخانې ته واچول شول.

د سیمې خلک د عشر اخیستونکو لخوا له خلکو څخه د پوره زکات تر اخیستو وروسته د اسلامي امارت د سمع شکایات او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون ته عارض شول چې بیا يې د مسئولینو لخوا له اصولو سره سم قضیه وڅیړل شوه.

د عاملینو تر نیول کېدو وروسته له دوی څخه اخیستل شوی زکات هم بیرته یادو خلکو ته تسلیم کړل شو ترڅو يې هغوی پخپله خوښه هرچاته چې وغواړي ورکړي.

د دې ترڅنګ له خلکو څخه بښنه هم وغوښتل شوه او د دغې جنجال اوسرګردانۍ د پيښیدو په وخت کې د ترسره شوو مصارفو تاوان هم چې ۱۵ زره افغانۍ کیدې هغوی ته ورکړل  شوې.

د اسلامي امارت د مقام د فرمان له مخې د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي عشر ټولوونکي (عاشرین)  نشي کولای چې له خلکو څخه زکات په زور واخلي، بلکې یواځي د نمایي مال عشر به اخلي او هغه نیمايي نور به د هغوی خوښې ته پريږدي چې هرچاته يې زړه وغواړي وريې کړي.

نیول شوي عاشرین دا مهال بند خونې ته لېږل شوي.

پاته دي نه وي چې که په راتلونکي کې هم په دې برخه کې کوم مسئول له زور څخه کارواخلي او یا خلک ځوروي، نو هغه به مجازات کیږي او د خلکو د ځورونې کسات به ورڅخه اخیستل کیږي.

2020/7/9

Related posts