اګست 15, 2020

خوږه شپېلۍ/ صابرجان

خوږه شپېلۍ/ صابرجان

شاعر: صابرجان

د تندر له اشغاله په وتو سپينه سپوږمۍ ده
بهار کي غوړيدلې مو د هيلو ګلغوټۍ ده

د ژمي له باران او له سيلۍ يې نجات وموند
په ګلو کي اباده مو د ژوند خړه کيږدۍ ده

نغمې د ازادۍ مي ازانګه شوې په غوږو کي
د غره پوري دره کي د شپانه خوږه شپېلۍ ده

څپو د انقلاب کي وه روانه ډوبه نه شوه
ساحل ته رسېدلې مو د قام هغه بېړۍ ده

د سپين سبا په تمه اوسيدمه د شپو غيږ کي
د ستورو له ګوزاره ګوډه ماته ترږمۍ ده

د درد قلم دي ليکي د هيواد لوړي ژوري
پوهيږمه صابره! چي  ستا مينه ليونۍ ده

Related posts