اګست 15, 2020

نوی ژوند، نوی نظام او نوی لید لوری

نوی ژوند، نوی نظام او نوی لید لوری

 مولوي محمدابراهیم  ” نبیل”

لیکوال، ددیني او سیاسي چارو څېړونکی

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی اشرف الأنبیاء والمرسلین محمد و علی آله واصحابه اجمعین . وبعد!

فقد قال الله عز وجل :  وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ [ الانفال ۲۶]

دکتاب له نوم سره دپورته څو اړخیز عنوان تکمیل راته حیرانوونکی و، خودا چې زمونږ راتلونکي نسل ته له ( اسلامي تحریک) او (اسلامي امارت)  سره زمونږ ژونداو زمونږ حال  دهغوی ماضي جوړوي اوهغوی له دغې ماضي څخه په ښه ډول آګاه کول بیازمونږ دحال وجیبه دهº نو د دغسې موضوعاتو لیکل، چاپ او خوندي کول د دغې سترې وجیبې ترسره کول دي .

ځکه نو دکتاب دلیکلو او چاپ تابیاستایو او دالله تعالی له دره مو دا سوال اودعا ده چې الله تعالی دې مونږ ته ددې توفیق راکړي چې دغه حق هغوی ته لکه څنګه چې ښايي او حق وي هماغسې په ښه ډول ورسوو.

راکړل شوي عنوان ته په ژمنتیا به خپله لیکنه په دریو برخو ووېشو او پرمونږ داسلامي امارت  دغه سترې لورینې به درې برخې کړو :  نوی ژوند، نوی نظام او نوی لیدلوری .

نوی ژوند:

په پورتني ایت کې  الله تعالی فرمايي :”هغه وخت درياد كړئ چې په ځمكه كې تاسو كمزوري شوي وئ ، وېرېدئ چې خلك به مو وتښتوي نو بيايې تاسوته ځاى دركړ او په خپله مرسته يې  قوت دركړ پاكيزه شيان يې در روزى كړل  چې شكر وباسئ ” .

 که خپل تېر حالت ته وګورو په تېره بیاله ۱۹۱۹میلادي څخه تر ۱۹۹۶ میلادي پورې چې نږدې یوه پېړۍ کیږي په افغانستان کې علماء او طالبان له همدغسې یوه حالت سره مخ و، له خپلو حقه حقوقو څخه محروم د وېرې او ترهې ژوند یې درلود دا په داسې حال کې چې دهیواد په استقلال او ارضي تمامیت کې ترټولو بارزه ونډه د دوی وه، خو بیا هم تر هر چا کمزوري، محروم و او ددغه آیت دلومړۍ برخې مصداق وو.

په رښتیاچې داسلامي امارت په رامنځته کېدو سره دپورتني ایت د دویمې برخې مصداق شول او په افغانستان کې دغې  محرومې او حقدارې طبقې ته عزت او نوی ژوند په برخه شو، داسې به هم ویل کېدل چې ” دا په درځنو درځنو طالبان چې له مدرسو فارغیږي دا څه کیږي او چېرته ورکیږي عملي نتیجه او ثمره به یې کله لیدل کیږي او…” هماغه و چې داسلامي تحریک او اسلامي امارت په راتلو سره  دغو پوښتنو ته نغد ځواب وویل شو او عملي نمونه ورته وښودل شوه .

د ژوند په ټولو برخو کې ددې قشر په خواریو، مبارزو او هڅو به خاورې اړول کېدلې ، دهیواد دعصري علومو د ځوان قشر زده کوونکو په ذهن کې به په لوی لاس دهغوی په وړاندې کرکه او تنګ نظري ور پیچکاري کېدله ، همدا وجه وه چې  په هیواد کې د مکتب، پوهنتون او مدرسې ترمنځ فاصله راپیداکېده  اوداعمل  دخارجي کړیو له لوري په  قصدي ډول  ترسره کېده .

نو داسلامي امارت په راتلو سره نه یواځې علماوو ته دهیواد په سطحه عزت او شرف حاصل شو، بلکې په نړیواله سطحه خلک د دوی له دعوتي، اجتماعي او سیاسي کړنو څخه واقف شول او دادی په سیاسي ډګر کې دې حدته ورسېدل چې د وخت هغه مغروره امریکا چې د نړۍ په هر هیواد یې په یونه یو ډول راج او واک چلیږي º داسلامي امارت په چوکاټ کې دهیواد  علماوو او طالبانوته دمذاکراتو لپاره  په داسې ډول په ګونډو شوه چې په خپل ټول تاریخ کې یې دومره اوږده او په لوړه سویه مذاکرات له چاسره نه وو کړي .

دسیاسي ادراک په لحاظ مو داسې ژوند په برخه شو چې ټول سیمه ایز اونړیوال  سیاسي بنسټونه دغه سیاسي دریځ ته تسلیم شول، چې له پیله تر پایه مو په سیاست کې تزلزل، دوه مخې او دفشارونو له امله ادلون بدلون ونه موند هغه دریځ مو چې مقابل لوري ته په لومړي سرکې  درلود تر پایه پرې ثابت قدمه وو تر دې چې همدې دریځ ته راسره کېناستل .

که په نظامي لحاظ مو خپل  ژوند و څېړو نو هغه کمزوري او تش لاسي طالبان چې ویل کېدل باید دځمکې په سر دژوند حق ورنه کړل شي، بلکې دځمکې په تل کې وي º نن له داسې نوي نظامي ژونده برخمن دي چې دوخت پرمختللې امریکایې د تکتیکونو له کشفولو عاجزه ده او هغه منفجره مواد چې د دښمن لوی لوی مرکزونه، نظامي اډې او نظامي وسایط پرې له منځه وړي په ډېر بسیط او ساده ډول په خپلو لاسونو جوړوي .

دغه سرلوړی نوی ژوند مونږ ته په بل هیڅ چوکاټ او جوړښت کې نه دی په برخه شوی، همدا داسلامي امارت مبارک جوړښت او اډانه ده چې نن هر مسلمان پرې ویاړي .

او ترټولو مهمه دا چې له نبوي نهج سره سم داسلامي خلافت اواسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند په رښتیا چې هرچاته نوی ژوند و .

نوی نظام:

که څه هم اسلامي نظام بایدپه مسلمانه ټولنه کې چاته نوی نظام ښکاره نه شي، خو داچې د ۲۰ مې  پېړۍ په سر کې دعثماني خلافت په له منځه تلو سره ټول اسلامي امت او مسلمانې پرګنې د اسلامي نظام له سیوري محرومې شوې او نږدې له یوې پېړۍ مو  ډېر علماء، سیاسي څېرې، دعاة، او وتلي نامتو شخصیتونه دیوه رښتوني اسلامي نظام ترسیورې لاندې دژوندتېرولو ارمانجن له دنیا ولاړل ، نو داسلامي امارت شرعي نظام له دومره اوږده واټن وروسته رښتیا هم چې نوی نظام و .

مولانا عبیدالله سندهی رح له یوه روسي ملحد سره په مناظره کې هغه ته داسلام د مبین دین ښېګڼې بیانوې هغه ورته وايي ما هم اسلام مطالعه کړی خو دغریب دګېډې علاج نه لري . مولانا سندهی رح ورته وايي تا قران  ټول نه دی مطالعه کړی، ځکه الله تعالی فرمايي   وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ[بقره سورت 219] ژباړه : او له تاپوښتنه کوي چې څه شی مصرف کړي ورته ووایه هغه چې ستاسو له ضرورته اضافه وي” نو که د دنیا مالداران له خپل ضرورته اضافه مال دولت په غریبانو وویشي نوپه نړۍ کې به څوک غریب پاته شي ؟ هغه تر ډېره په سوچونو کې غرق و بیا یې وویل ښه نو دنړۍ په یوه هیوادکې  دهمداسې یوه اسلامي نظام نمونه راته ښودلای شې .. نوموړی وايي چې په دې کې  ورته بې ځوابه شوم …”

داسې نورې ډېرې دېته ورته ځوروونکې او زړه دردوونکې پېښې او خاطرې شته چې په تېرو وختونوکې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې له ستر نعمت څخه دمحرومیت کړیکې ترې اورېدل کیږي .

دا چې  ټوله اسلامي نړۍ په وړو وړو هیوادونو ووېشل شوه تر نږدې دریو نسلونو مو ځوانان او حتی دعصري زده کړو پوهان داسلامي نظام له تیوري ناخبره وو او په دې اړه یې هیڅ انګېزه او فکر نه درلود، بلکې ډېری مسلمانان لا په دې فکر دي چې داسلام له نظام سره څه اړیکه نه شته او لکه د اسلام دښمنان یې چې ورته وايي اسلام تر جوماته محدود دی او بس  .

اسلامي امارت په رښتیا چې داسلامي نظام تږو او ډېر ناخبرو ته نوی نظام و او نږدې پېړۍ وروسته داسلامي نظام عملي نمونه خلکو ولیدله، دنړۍ له ټولو اسلامي حرکتونو او اسلامي خوځښتونو دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک برتري داده  چې عملاً یې نړۍ ته داسلامي نظام عملي نمونه وړاندې کړې، په نړۍ کې ډېر اسلامي خوځښتونه دي چې ډېره اوږده سابقه او ډېر اوږده عمرونه یې دي، خو د دې نمونې په وړاندې کولو تراوسه نه دي توانيدلي .

نوی لیدلوری:

اسلامي امارت مونږ ته څنګه نوی لیدلوری راکړ ؟  لومړی خو باید له مونږ نه مراد زمونږ نوي ځوانان وي او نه تنها زمونږ  ځوانان بلکې  دټولې نړۍ په سطحه یې فرد فرد ته یو فکر او سوژه ورکړه دغه فکر او لیدلوری دوه بعده لری لومړی داسلامي امارت دحاکمیت اوبله له ناټو او امریکاسره دمقاومت دوره .

دلومړۍ دورې له راتلو سره هغه فکر خام ثابت شو چې اسلامي نظام نه شي پلي کېدای او دغه نوي لیدلوري ثابت ځای ونیو چې که یو ملت او یو ولس  د اسلامي نظام لپاره قرباني ورکړي خامخا راتللی شي او دایې نغده بېلګه وه .

د اسلامي امارت  له دویمې دورې سره چې له امریکا او ناټو سره د مقاومت دوره ده تر لومړۍ دورې په څو واره نوی لید لوری راکړ اونه تنها مونږ او زمونږ ځوانانو ته، بلکې د نړۍ هر مظلوم او محکوم ولس ترې د آزادۍ او خپلواکۍ الهام واخیست  او دا یې ثابته کړه چې که د هرڅومره زبرځواک او فرعوني قوت تر محکومیت لاندې وي د خپلواکۍ دمبارزې او قربانۍ په برکت ترې آزادي ترلاسه کېدای شي که څه هم امریکا وي .

دغه راز یې دوخت له ننګونو سره دمقابلې او د کامیاب راتلونکي د ویښتابه او بیدارۍ لیدلوری راکړ، چې  وخت په وخت په څومره باریکۍ له څه ډول ننګونو سره مخ کېدای شواو څنګه مو یوه وړه اشبتاه له څومره خطرونو سره مخ کولای شي ، نو په څه ډول باید وننګول شي او څرنګه کولای شو چې خپل راتلونکی له خطرونو او اشتباهاتو څخه وژغورو .

د وسایلو، فکر، زده کړو، اونورو بېلا بېلو علتونو په پام کې نیولو سره تیاری او اعداد مو باید څنګه وي، دا او دېته ورته ډېر داسې څه شته چې مونږ ته یې دهغه په اړه د هغه جهت سم سیده لیدلوري په ګوته کړل، دا هرڅه داسلامي امارت په پاکې اجماع دراټول جوړښت برکت دی .

ادام الله بقائها

Related posts