اګست 10, 2020

پکتیا: جانخیلو کې د دعوت او ارشاد اصلاحي غونډه وشوه

نن د پکتیا ولایت جانخیلو ولسوالۍ کی د دعوت ارشاد جلب اوجذب کمیسیون د جنوبي حلقي مسؤل او د جانى خيل ولسوالۍ نظامي مسؤل په ګډ سفر کې د جانى خیلو ولسوالۍ مربوط د کوټکي کلي جامع مسجد کې غونډه ترسره شوه، د یادي غونډې افتتاح د قرآن عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره وشوه، د جلسى په جریان کې د دعوت ارشاد د جنوبي حلقي مسؤل مولوى شبیراحمد لخوا په روانو حالاتو تفصیلي بیان وشو، د لمانځه اود نبی صلي لله علیه وسلم د سیرت او سورت په اړه یې خلکوته معلومات ورکړل، همداراز د جانى خیلو ولسوالۍ د نظامي مسؤل لخواهم د امارت د مشرانو د قربانیو په اړه  وینا وشوه او دنشه یي توګو د بندیز په اړه هم د اسلامي امارت پریکړه خلکو ته واوروله شوه.

  یاده غونډه په ګران هیواد کې د اسلامي نظام، سوکالي او ودان افغانستان په دعا سره پاى ته ورسیده.

2020/7/11

 

Related posts