اګست 10, 2020

جوزجان: په ګڼو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره ناستي وشوې

په دغوغونډوکې د جوزجان ولایت د تعلیم او تربیې رئیس، مرستیال او دمنګجیک د ولسوالۍ مدیر ګډون درلود.
غونډې دقرآنکریم په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوې چې ورپسې د دغه ولایت د پوهنې مسئولینو لخوا دتعلیمي نصاب، دمدارسواومکاتبودطرزالعملونو په اړه هر اړخیزې او تفصیلي خبرې وکړې.
دغونډوګډونوالوداسلامي امارت دمعارف له مسئولینوڅخه مننه وکړه چي هروخت د تعلیمي ادارو لیدنه اوکتنه کوي، د تدریسي کیفیت د ښه والي، د تعلیم او تربیې داصولواومقررات موخبروي اوله خپل لوري یې دتعلیمي اصولو دپوره تعمیل اطمنان ورکړ:
دیادونې وړده چي دشاګردانو څخه په شروع مضامینوکې پوښتني وشوې او  کامیابو شاګردانو ته تشویقي انعامونه ورکول شول .
یادې غونډې دمعمول سره سم دقرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل د دعاووپه لوستلو پای ته ورسیدې:  ۱۴۴۱/۱۱/۱۵ هق 6/7/2020م

Related posts