اګست 15, 2020

فراه بکوا کې تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خواراکي توکي وسوځول شول:ویډیويي راپور

فراه بکوا کې تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خواراکي توکي وسوځول شول:ویډیويي راپور

د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د صحت کمېسیون دمسؤلینو له لوري له ګڼو هټیو او درملتونو څخه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل د یوه کمپیاین په ترڅ کې راټول او په عام محضر کې وسوځول شول .

د غه راز د صحت کمېسیون مسؤلینو د تروخت تېر او بې کیفته دواګانو په اړه عامو خلګو ته پوهاوی ورکړ او د هیټیو او درملتونو له مالکانو څخه  یې جدې غوښتنه وکړه چې بیا ځلې د دغه رنګه درملو پیر او پلور ونکړي او د خپلو هیوادوالو صحت ته پوره  توجه وکړي.

د صحت کمېسیون د مسؤلینو په دې کړنه سره عام ولس خوښي څرګنده کړه او په دې اړه یې د پوره همکارۍ ژمنې وکړي.

د الاماره سټوډيو د تروخت تېرو او بې کیفیته درملو او خواراکي توکو د مخنیوي د کمپاین په اړه ویډيويي راپور نشر کړی چې  د لاندي لینکونو له لاري یې کتلی شئ.

اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ


الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل:

https://t.me/joinchat/AAAAAEDxKwak6tW42fAVwg

دالاماره ویب پاڼي د ویډيو څانګه

http://www.alemarahvideo.org/

Related posts