اګست 10, 2020

دایکنډي : ګیزاب کې مهمه پوسته فتح مزدور دښمن ته پکې مرګ ژوبله اوښتي

تیره شپه د دایکندي ولایت ګیزاب ولسوالۍ اړوند د زیارت د بند سیمه کې د مشهور ظالم قومندان نجیب پر پوسته چې د عامو خلکو د ځورولو ، چور اوتالان لپاره یې خپل شخصي عسکر هم پکې ګومارلي ؤ وسلوال برید ترسر شو
د برید په پایله کې پوسته فتح یاد ظالم قومندان نجیب د ۵ تنو عسکرو سره ځای پر ځای قتل ۴ تنه نور یې ژوبل شول او ۱ تن یې ژوندی ونیول شو.
همداراز د مزدور دښمن څخه ۳ عرادې موټرسایکلان، ۵ میله کلاشینکوفونه، ۱ میل نارنجک هاوان، ډول ډول مرمۍ او دپوستې ګڼ لوازم د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي،
داچې مزدور دښمن ادعاء کړې چې یاده جګړه کې مو ۱۲ تنه مجاهدین شهیدان کړي هیڅ حقیقت نه لري، دښمن غواړي په دې ډول دروغو خپرولوسره خپلو اجیرانوته روحیه ورکړي
2020/7/12

Related posts