اګست 11, 2020

روزګان : مرکز ترینکوټ کې ګوډاګیان له کنډک ، قرارګاه او۴ پوستو وتښتیدل

وړمه شپه د روزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوې د زمان جان اغا په سیمه کې مزدور عسکر له خپل یوه کنډک ، یوې قرارګاه او ۴ پوستو څخه چې له ډېره وخته دمجاهدینو ترمحاصرې لاندي ؤ په تېښته ولاړل
ددښمن په تېښته سره پراخه سیمه دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله
په کنډک کې له مزدور دښمن څخه ۸ ټانګونه پاتي شوي ؤ چې وروسته ددښمن الوتکو بمبار کړل اوله منځه یې یووړل
همداراز دتېښتې په مهال هم ددښمن ۲ټانګونه ویجاړ شوي
په یاده سیمه کې ګوډاګي عسکرو په ملکي خلکو سخت ظلمونه کول هروخت به یې په نښه کول چې له امله یې دسیمي خلک دخپلواستوګنځایونو کښتونو او باغونو پریښودلو او کډي کولوته اړکړی شول
ددښمن په تېښته سره دسیمي خلکو هم خوښې څرګنده کړي او دمجاهدینو دروند استقبال یې کړی
2020/7/12

Related posts