اګست 15, 2020

زلمی/ ادبي ټوټه

زلمی/ ادبي ټوټه

لیکوال: قاضي پامیر

زلمی هغه چا ته نه وایي چي د بلوغ سن ته رسیدلي وي او د مکار، ظالم او ازلي دښمن (شیطان) تر تسلط داسي لاندي وي چي هره بداخلاقي او ګناه د ځان حق بولي، ساټ باټ ګرځیدل د پوهې او حقیقي وطنپالۍ نښه بولي او په ملي ارزښتونو باندي نیوکه د پوهې ترجماني بولي، خپلو اتلانو، علماوو، او وطنوالو ته دومره احترام نه لري لکه خپل نظر او خپل ځان ته چي يې لري.
بلکه زلمی هغه دی چي پر نفس اماره او شیطان باندي ښه کامل غالب وي او د خواهشاتو له کړۍ په سمه توګه آزاد وي!!
په ښو اخلاقو او علمي زیور پوښلی، آزاد، ویښ، په وطن مین، مبارز، قهرمان او ملي ارزښتونو ته ژمن انسان وي..!!
ټولنه تل له زلمي دا توقع لري چي اولس ته داسې نوی نهضت، نوی تهذیب او تمدن راوړي؛ چي له اسلامي، ملي او کلتوري بنسټونو سره په تضاد کي نه وي..!!
اولس له زلمي څخه له عصري علومو رانیولې بیا تر معاشراتي او اسلامي علومو پوري دټولو په کافي اندازه ترویج غواړي.
داسي نه چي تش په نامه یې زده کړي او عملي جنبه نه لري، له زلمي څخه اولس او ټولنه هغه وخت نفرت کوي چي نوموړی د تعلیم، تربیې او حریت په برخه کي د اولس سمه ترجماني و نه کړي.

Related posts