اګست 15, 2020

د دوحې توافق د حل يوازينۍ لار..!

د دوحې توافق د حل يوازينۍ لار..!

د ورځي خبره: 

د روان ۲۰۲۰م کال د فبروري مياشتې په ۲۹مه نيټه د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ له اوږدو مذاکراتو وروسته يوه توافقنامه لاسليک شوه چې له مخې به يې د راتکونکي کال می مياشت پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او ټاکل شوې وه چې له توافق وروسته به سمدلاسه کابل اداره ۵۰۰۰ طالب زندانيان او طالبان ۱۰۰۰ تنه دولتي زندانيان خوشې کوي او تر هغه وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيليږي او د اوربند په ګډون به د راتلونکي اسلامي نظام پرڅرنګوالي او نورو موضوعاتو بحثونه کيږي.
خو له بده مرغه کابل اداره چې د جګړې په دوام کې ګټې او د واک پايښت ويني؛ تر اوسه پورې د بنديانو د خلاصون پروسې تکميل کې خنډونه اچوي او نه غواړي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او افغانستان له روان بحران څخه ووځي، دوی تر مذاکراتو وړاندې له اسلامي امارت څخه غواړي چې جګړه ودروي او اوربند وکړي، چې دا يوه غيرمنطقي غوښتنه ده.
اسلامي امارت په دې اړه واضح دريځ لري: « د دوحې د تړون له مخې دې ژر تر ژره د بنديانو د خلاصون پروسه تکميل شي او بين الافغاني مذاکرات دې پيل شي.»
د دوحې له تړون سره سم د بين الافغاني مذاکراتو تر پيلېدو وړاندې د جګړې درولو غوښتنه په دې معنا ده چې کابل اداره اسلامي امارت څخه وسله او ځواک اخيستل غواړي، چې دا يوه ډېره غيرمنطقي غوښتنه ده او اسلامي امارت به هيڅکله دا ډول غوښتنې ونه مني؛ ځکه چې ددې غوښتنې معنا داده چې له يوې اوږدې جګړې وروسته يو لوری خپلو اهدافو ته تر رسېدو وړاندې يوازې د بل لوري په غوښتنه جګړه ودروي، چې دا د تسليميدو مفهوم لري او د اسلامي امارت په قاموس کې د تسليمۍ توری شتون نه لري.

Related posts